د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

اسلام اباد به د سولې په اړه د ۴اړخېزې غونډې د درېیم دور کوربه وي


د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د خبرو اترو درېیم دور اتلس ورځې وروسته په اسلام اباد کې ترسره کیږي.

په دې اړه پرون د دې څلورو هېوادونو استازو د کابل په غونډه کې پریکړه وکړه.

د هغې اعلامیې پر بنسټ چې د کابل د ناستې په پای کې خپره شوې، د افغانستان د سولې د خبرو د پیل لپاره د یوې نقشې به جوړولو کې پر مختګ شوی دی.

د درېیم پړاو څلور اړخیزو خبرو لپاره د سلواغې د میاشتې اولسمه نېټه ټاکل شوې. په دې حساب به اتلس ورځې وروسته اسلام اباد د دې خبرو اترو کوربه وي.

پروندوشنبې په کابل کې د دویم دور خبرو وروسته د دې څلور اړخیزې ناستې ټولو اړخونو(افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) د لارې د نقشې په برخه کې د پرمختګونو خبره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، د لارې د نقشې هدف، د هغو اقدماتو مشخص کول دي چې وکولای شي د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره شرایط برابر کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې د څلور واړو هېوادونو استازو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت سره دې د سولې خبرې پیل کړي او له حکومت سره دې خپل اختلاف له سیاسي لارو هوار کړي .

په دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چوهدري، د امریکا په استازیتوب په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ ژیون برخه اخیستې وه.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له افغان طالبانو یو وار بیا وغوښتل چې حکومت سره دې د سولې خبرو اترو ته کیني.

د ښاغلي رباني په وینا د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو له خوا هر ډول ځنډ به دوی د افغانانو له نظرونو وغورځوي.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"هغوی چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکوي، په څرګنده دا ثابتوي چې د حاکمیت، خپلواکۍ، ثبات، سولې او هوساینې لرونکی یو افغانستان یې په ګټه نه دی او هدف یې یوازې ترهګري او ورانول دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل د غونډې جوړیدل په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت وباله خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې افغانان به پر یوې داسې پروسې چې پای یې ناڅرګنده وي باور ونه کړي.

په کابل کې د څلور اړخېزې ناستې برخه والو همدا رنګه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د افغانانو په وړاندې دې تاوتریخوالي پای ته ورسول شي.

په عین حال کې د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د یو افغان چارواکي له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، تمه کیږي چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه به دوه نورې مقدماتي غونډې هم وشي.

د نوموړي په وینا د خبرو اترو د دوام د اصولو او تګ لارې په برخه کې ځیني اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد وايي:

د افغانستان د سولې لپاره درې شیان مهم دي. د نوموړي په وینا لومړی باید د سولې د نقشې لپاره مقدمه رامنځ ته شي. دویم د سولې خبرو ته د مخالفو ډلو رابلل دي او درییم هم په هېواد کې په بشپړه توګه د سولې د پلان عملي کول دی.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د څلور اړخیزو خبرو لومړی دور د تیرې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شوی و.

پرون دوشنبې یې کابل د دویم دور کوربه وو او نژدې درې اوونۍ وروسته به اسلام اباد د دې څلور اړخیزو غونډو د درییم دور کوربه وي .

سره د دې چې په دې غونډو کې تراوسه د طالبانو هیڅ ډول استازي برخه نه ده اخیستي، خو د دې څلورو هېوادونو استازو د کابل په غونډه کې د پرمختګونو خبره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د مشرملا محمد عمر د مرګ د خبر له خپریدو وروسته اوس دا تحریک په دوو ډلو ویشل شوی او ورسره دا پوښتنه راپورته شوې چې د سولې خبرې اترې به له کومې ډلې سره کیږي؟

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال تیره اوونۍ ویلي چې افغان حکومت د ملا منصور او ملا رسول دواړو په مشرۍ د طالبانو له جلا جلا ډلو او په قطر کې د طالبانو د دفتر له غړو سره د سولې خبرو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG