د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د ځوانانو ملي ټولنه: د طالبانو جنایتونه باید بې ځوابه پاتې نشي


د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه له حکومته غواړي چې د هېواد د وروستیو خونړیو پېښو پروړاندې دې عمل وکړي.

د دې ټولنې غړي وايي، له هغې ډلې سره چې په دې وروستیو کې یې ګڼ شمېر افغانان وژلي، سوله ونه کړي او مجازات دې یې کړي.

یاده ټولنه وايي، حکومت دې د وسله والو طالبانو د نوې مشرۍ پر وړاندې خپل دریځ، روښانه کړي.

د دې ټولنې غړو د جمعې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې، د هېواد وروستیو پېښو ته اشاره وکړه او وسله وال طالبان یې د پردیو مزدوران وبلل.

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې رئيس عبدالله هاشمي وويل، حکومت دې هیڅکله دغه ترهګرې ډلې نه بخښي:

"موږ له افغان حکومته غواړو چې د وسله والو طالبانو د نوې رهبرۍ په اړه دې خلکو ته خپل دریځ روښانه کړي، د طالبانو نوې رهبرۍ چې میاشت یې لا نه پوره کېږي، په هېواد کې یې ډېر جرمونه ترسره کړل چې افغانان او نړۍ یې شاهده ده."

له کومې ورځې راهیسې چې د وسله والو طالبانو مشري د ملا هبت الله ترغاړې شوې، په وروستیو شاوخوا دوو اونیو کې دغې ډلې د کابل او غزني په ولایتونو کې د عدلي او قضایی ارګانونو په کار کوونکو برید کړی او سر بېره پردې یې، د کندز په لایت کې د موټرو شاوخوا ۱۸۵ سپرلۍ کښته کړې چې د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، له دې جملې یې دولس مسافر وژلي دي.

امنیتی ځواکونه وايي، اته مسافر اوس همله هغوی سره یرغمل دي.

د طالبانو د مشر ملا منصور له وژل کېدو وروسته داسې انګېرل کېده چې د دې ډلې په کړو کې به نرمښت راشي خو وروستیو خونړیو پېښو د افغانستان خلک مجبور کړل چې پر حکومت غږ وکړی چې د دې ډلې په وړاندې دې دریځ روښانه کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

کومه ډله چې د افغانانو ویني تویوي، حکومت له هغوی سره د هیڅ ډول خبرو او مذاکرو پلان نه لری
کومه ډله چې د افغانانو ویني تویوي، حکومت له هغوی سره د هیڅ ډول خبرو او مذاکرو پلان نه لری

"د حکومت دریځ واضح دی، کومه ډله چې د افغانانو ویني تویوي، حکومت له هغوی سره د هیڅ ډول خبرو او مذاکرو پلان نه لری، د هغوی پروړاندې د جنګ تیاری نیول شوی دي، ددوی برخه لیک به په پردیو هېوادونو کې د هغوی د تېرو مشرانو په څېروي او تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد دامان وايي، وسله وال طالبان غواړي په دې اعمالو سره پرحکومت فشار راوړي.

همدارنګه د افغانستان د ملي ټولنې یو غړي صمیم صافي وویل، حکومت دې خپلې نیمګړتیا وې له خلکو سره شریکې کړي څو خلک مشورې ورکړي او د ترهګرو په ځپلو کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG