اولسن: طالبان باید د سولې په خبرو کې د نه ګډون پايلې وويني

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن د امریکا د استازو مجلس د بهرنيو اړیکو کمېټې ته ويلي چې پاکستان بايد خپله ژمنه چې وايي، د تروريستانو تر منځ توپير نه کوي، په جدي توګه عملي کړي.

اولسن ويلي، اوس چې طالبانو د سولې په خبرو کې له برخه اخيستو ډډه وکړه، دوی بايد د دې کار نتايج وويني.

اولسن همدا راز ويلي چې پاکستان ته يې بيا-بيا ويلي چې د ترورېزم پر ضد په عملياتو کې بايد حقاني شبکه هم په نخښه کړي چې افغانستان ته تهديد ده.

طالبان باید د افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د برخه نه اخيستلو پايلې وويني.

د امریکا حکومت دا خبرې يو ځل بيا په داسې حال کې کړي چې له پاکستانه يې غوښتي چې د هغو تروريستانو مخه دې ونيسي چې د دغه هېواد ګاونډيان تهديدوي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې په غونډه کې وويل:

"له بده مرغه، طالبانو له مذاکراتو ډډه کړې، نو زموږ په فکر دوی بايد د خپلې پرېکړې نتايج وويني.موږ ډېر مخکې پاکستانيانو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.زموږ اندېښنه د دوی د د زړه نا زړه کېدو په اړه وه چې د هغو تروريستانو په مخنيوي کې يې څرګندوي چې د دوی ګاونډيانو ته تهديد دي او دوی باید د دغو تروريستانو همداسې مخه ونيسي لکه د خپلو تروريستانو مخه چې نيسي. موږ فکر کوو دوی هغه شېبې ته رسېدلي چې بايد ډېره ستراتيژيکه او مهمه پرېکړه وکړي."

دا خبرې اولسن د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې پاکستان به طالبان د سولې خبرو ته د راوستلو لپاره څه وکړي؟

ده وويل چې امريکا د پاکستان له هغه پاليسۍ سره موافقه ده چې وايي، د تروريستانو تر منځ توپير نشته او امريکايان په دې باور دي چې د دې پاليسۍ په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګ ته اړتیا شته.

پاکستان به طالبان د سولې خبرو ته د راوستلو لپاره څه وکړي؟

اولسن ويلي چې پاکستان تر اوسه د هغو تروريستي ډلو پر وړاندې جدي اقدامات نه دي کړي چې د پاکستان ګاونډيان ګواښي خو د هغو پر ضد يې اقدامات کړي چې دغه هېواد ته په خپله ګواښ دي.

خو ده ويلي چې پاکستان د پخلاینې په پروسه کې ډېره مرسته کړې ده.

اولسن همدا راز ويلي:

"زه په دې باور يم چې اوس مهال د ستراتيژيک انتخاب فرصت شته. په داسې حال کې چې طالبانو د سولې په مذاکراتو کې له برخه اخيستو ډډه وکړه، موږ ته داسې ښکاري چې اوس وخت را رسېدلی د هغو ډلو په اړه نورې هم جدي خبرې وکړو چې افغانستان ته تهديد دي."

ده ويلي چې امریکا د پاکستان پر حکومت فشار راوستلی چې د تروريستانو تر منځ د توپير نه کولو ژمنه دې عملي کړي. د ده په وینا، په سیمه کې بايد د تروريستانو لپاره خوندي ځايونه نه وي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن ويلي، د پاکستان او امریکا خپلمنځي اړيکې به په راتلونکي کې هم مهمې وي په داسې حال کې چې پاکستان ۱۹۰میليونه نفوس لري، اټمي ځواک دی او د ترورېزم له ستونزو سره مخامخ دی او په سیمه کې مهم رول لوبولای شي.

ده ويلي، په پاکستان کې زموږ اصلي اهداف د اقتصادي ودې، ترورېزم پر ضد جګړه، سيمه یېز ثبات په ګډون د ځايي ادارو پياوړي کول دي.

اولسن ويلي:

"موږ بيا بيا او ډېره روښانه پاکستان ته ويلي چې د ترورېزم پر ضد د دوی عملیات باید حقاني شبکه هم په نخښه کړي څو دوی د تروريستانو په منځ کې د توپير نه کولو خپله ژمنه عملي کړي."

له هغه وروسته چې د اپرېل په نولسمه په کابل کې خونړۍ حمله وشوه او تر درې سوه زيات کسان په کې ټپيان شول او تر شپېتو زیات په کې ووژل شول، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې نظامي عمليات وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ازادي راډيو ته د افغان ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې له طالبانو سره به په راتلونکو څو اونيو کې مذاکرات وشي او په دې اړه پاکستان خپلې هڅې کوي.