د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

اولسن: له افغان پوځ سره د مرستې او ملاتړ ماموریت ته باید دوام ورکړو


د امریکا متحد ایالات له خپلو متحدانو غواړي چې د افغانستان له پوځ سره مالي مرستې جاري وساتي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما دادارې ځانګړي استازي، ریچارډ اولسن پرون (جمعه) په بروکسل کې د ناټو تړون د بنیادي پرېکړو د څانګې له غړو سره وکتل.

اوسلن خبریالانوته وویل، زموږ په باور د ناټو تړون غړو ته به دا ډېره مهمه وي چې په افغانستان کې پانګونې جارې وساتي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د ناټو غړي به له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰میلادي کلونو لپاره هغومره مرستې وکړي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې په شیکاګو کې کړې وې.

ناټو وايي چې د افغانستان له ملي اردو سره د مرستو لپاره تر اوسه څه دپاسه یو اعشاریه اته دېرش میلیارد ډالر راغونډ شوي دي.

ناټو او یو شمېر نورو غربي هېوادونو ویلي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله به هرکال له ملي اردو سره لږترلږه ۴۵۰ میلیون ډالر مرستې کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن پرون په ناټو کې خبري کنفرانس ته وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د شرایطو سختوالی؛ یو عمده دلیل و چې ولسمشر اوباما په دې هېواد کې د عسکرو د شمېر د نه کمولو پرېکړه وکړه:

"فکر کوم، موږ ټول په دې موافق یو چې ۲۰۱۵ کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره سخت کال و او له همدې امله باید موږ د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړو.

زه فکر کوم چې دا یو عمده دلیل دی چې ولسمشر اوباما پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د روان کال د جګړې په موسم کې ۹۸۰۰ عسکر وساتي او د راتلونکې لپاره هم د ۵۵۰۰ عسکرو پاتې کول په پام کې لري."

د ناټو غړو هېوادونو پرون په بروکسل کې غونډه وکړه څو د جولای په ۸ او ۹مه د وارسا سرمشریزې ته پر تیاري خبرې وکړې.

اولسن هیله څرګنده کړه چې د وارسا په سرمشریزه کې مرسته کوونکي هېوادونه به د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره لږترلږه د شیکاګو سرمشریزې په څير د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړي.

په وارسا کې په سرمشریزه کې به د شیکاګو تعهدات هم نوي شي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن وویل چې د وارسا په سرمشریزه کې به ګډونکوونکي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو لپاره د همکارۍ ژمنې وکړي.

ریچارډ اوسلون د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په خبرو کې؛ په دې هېواد کې د داعش د فعالیت په اړه وویل:

"په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا وېره شته؛ خو زما په فکر دې ته کتل هم مهم دي چې تر اوسه د وسله والو طالبانو یوشمېر قوماندانان چې له طالبانو جلا شوي؛ داعش ته ور اوښتي دي. خو بیا هم، دا یوه اندېښنه ده. موږ یعنې د امریکا متحد ایالات به هرځای د داعش دموجویت په اړه ځان خبر ساتي."

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ لپاره د ولسمشر اوباما له لوري غوره شوي؛ پوځي جنرال "جان نیکولسن جونیر" وویل؛ د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او افغان ځواکونه کلونه وخت ته اړتیا لري؛ څو په خپله د خپل هېواد د امنیت ټینګولو توان پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG