پاکستان افغان طالبانو ته د عملیاتو په اړه خبردارى ورکړى

پاکستان افغان طالبانو ته خبردارى ورکړى چې په افغانستان کې دې د افغان حکومت پر ضد حملې او پسرلني عمليات بند کړي، ګنې له جدي او بدو نتيجو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې د افغان حکومت پر خلاف د "عمري عملياتو " په نامه د پسرلنيو عملياتو پيلولو اعلان وکړ او ادعا کوي چې په دې کې به د افغانستان په اوږدو کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر وکړي.

طالبانو د عملياتو پيلولو اعلان په داسې وخت کې کړى چې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان په استازيتوب يوه څلور اړخېزه کمېټه د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو لپاره هلې ځلې کوي.

د دغه کمېټې د جوړولو پرېکړه د تېر ٢٠١٥میلادي کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه د توب د افغانستان په اړه په اسيا زړه کنفرانس کې شوې وه.

له بلې خوا د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، د دې هېواد "ايکسپريس ټريبيون" ورځپاڼې ته ويلي چې د افغان طالبآنو له خوا د افغان حکومت پرضد د پسرلنيو عملياتو د پيلولو اعلان بۀ ښايي "د سولې هلې ځلې" زيانمنې کړي.

دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ ورځپاڼې ته ويلي چې پاکستان د طالبانو په دغه عمل خفه دى او پر طالبانو يې غږ کړى چې د تشدد لاره پرېږدي او خبرو اترو ته کېني.

دغه جګپوړي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ښکاره کړې چې پاکستان طالبانو ته د خپلو "منځګړو" له لارې پېغام ورلېږلى چې که دوى د مذاکراتو مېز ته رانشي، نو دوى به ددې عمل "ستر پور پرې کړي."

د پاکستان دغه چارواکي پر طالبانو د حملو بندولو غږ په داسې وخت کې کړى چې په افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو بريدونه ډېر شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى چې پاکستان پر طالبانو د حملو بندولو غږ کوي، بلکې تر دې مخکې هم ددې هېواد چارواکيو پر طالبانو ته ويلي چې مذاکراتو ته کېني او همداراز دوى منلې وه چې د افغان طالبآنو ځينې مشران په پاکستان کې اوسېږي.

د روان کال په مارچ کې په لومړي د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز منلې وه چې د افغان طالبانو ځينې مشران له خپلو کورنيو سره يوځاى پاکستان کې اوسېږي، نو ځکه دوى به پر هغوى زور راوړي چې مذاکراتو ته راشي.

د افغانستان د سولې د بهير په لړ کې د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان د څلور اړخيزې کومېټې تر دې دمه څلور غونډې کړي او په وروستۍ غونډه کې يې د افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ کړى چې له حکومت سره دې خبرو ته کېني.

که څه هم ويل کېدل چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بۀ ښايي د مارچ په لومړيو کې مخامخ خبرې شوې واى، خو دا تر هغې وروسته وځنډېدې چې طالبانو له خبرو اترو انکار وکړ او ځينې شرطونه يې رامنځته کړل.

راپور: ذبيح مومند