د "G7Plus" غونډه د یوه ګډ میکانیزم پر جوړېډو پایته ورسېده

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د جي اووه پلس هېوادونو په خپلې څلورمې کلنۍ ناسته کې د پایداره پراختیایې اهدافو د تطبیق پر میکانیزم موافقه وکړه.

د مالیې وزیراکلیل حکیمي د دغې غونډې په اړه خبريالانو ته وویل چې افغان حکومت همدغې غونډې ته د افغانستان د ستونزو په اړه د خپلو ارزونو نتیجه هم وړاندې کړه.

په کابل د جې اووه پلس هېوادونو دوه ورځنۍ ناسته، یو لړ پراختیایې اهدافو ته د رسیدو لپاره د یوه ګډ عملي میکانیزم په جوړیدو سره پای ته ورسیده.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، دغه اهداف د سولې، حکومتوالۍ، کاري فرصتونو، کډوالو او داسې نورو اساسي برخو کې دي.

اکلیل حکیمي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د دوه ورځنۍ ناستې د نتایجو په اړه وویل چې افغانستان هم دغو اهدافو ته د رسیدو پر وړاندې د شته خنډونو د ارزونې نتایج د غونډې ګډون والو سره شریکه کړه.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د هغه تړون د ارزونې لومړني نتایج چې افغانستان د ثبات پر لور یادیږي، مجلس ته وړاندې کړ. دغه ارزونه هغه ستونزې مشخصوي چې د خودکفایې پر لور د افغانستان پر وړاندې شته."

ښاغلي حکیمي وویل چې د دغې ارزونې نتیجه به د ملي ستراتیژۍ په توګه د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شي.

په کابل کې د جې اووه پلس یا اووه باندې هېوادونو په دوه ورځنۍ ناسته کې د دغې ډلې د شلوغړېو هېوادونو وزیرانو او د مرسته کوونکو هېوادونو او نورو نړېوالو سازمانونو استازو برخه درلوده.

په همدې حال کې د سریلوین د مالیې وزیر، کیفالا مراح چې د همدې ډلې مشري کوي، خبریالانو ته وویل، د کابل په ناسته کې پر نولسو شاخصونو موافقه وشوه څو له مخې یې بې وزلي هېوادونه هر کال خپل د پرمختګ کچه معلومه کړي.

نوموړي پر مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو غږ وکړ چې باید له بې وزلو هېوادونو سره د هغوی د اړتیاوو پر اساس مرستي وشي:

"موږ پر خپلو نړېوالو شریکانو غږ وکړ څو زموږ ترڅنګ ودریږي او دا یقیني کړي چې دوی زموږ اړتیاوې او غوښتنې درک کوي. زموږ سیسټم او بنسټونه دې حمایه کړي. په دې توګه به موږ وکړای شو سولې ته ورسیږو او زموږ بنسټونه به قوي وي."

ښاغلي مراح همدارنګه وویل چې د جي اووه پلس ډلې هېوادونه باید خودکفایې ته د رسیدو په هدف له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

د جې اووه پلس یا اووه باندې هېوادونو ډله په دوه زره اولسم میلادي کال کې رامنځ ته شوه چې دا مهال د افغانستان په ګ‌ډون د نړۍ شل بې وزلې هېوادونه یې غړي دي.

دغه هېوادونه هرکال یو ځل سره را ټولیږي څو په موثره توګه د نړېوالو مرستو د لګولو په هدف خپلو کې تجربې سره شریکې کړي.