د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

"په امنیتي سکټور کې فساد د قانون حاکمیت له ستونزو سره مخ کړی"


ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، په امنیتي سکټور کې فساد د دې لامل ګرځي چې د قانون حاکمیت له ستونزو سره مخامخ شي.

ولسمشرغني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د "جي اووه پلس" یا اووه باندي هېوادونو پرانیست غونډې ته د وینا پر مهال همدارنګه پر نړېوالې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه همکارۍ باید اصلاحاتي بڼه ولري.

په همدې حال کې د اووه باندې ډلې عمومي مشر وایي، بحران ځپلي هېوادونه باید په ملي او نړېواله کچه په خپلو هېوادونو کې د سولې ټینګښت ته کار وکړي.

کابل د چهارشنبې په ورځ د "جي اووه پلس" یا اووه باندې هېوادونو د څلورمې کلنۍ غونډې کوربه دی.

ولسمشرمحمد اشرف غني دغې غونډې ته وویل چې "جي اووه پلس" یا د اووه باندې هېوادونو ډله یوه وسیله ده څو بحران ځپلي هېوادونه د یو بل له تجربو ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني وویل، د اووه باندې ډلې هېوادونو مشران باید په خپلو هېوادونو کې د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

نوموړي په ځانګړي توګه په امنیتي سکټور کې د فساد موجودیت یوه جدي ستونزه وبلله.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د امنیتي سکټور په منحرفیدو کې ځیني کسان دخیل دي چې یواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي نه د ملي ګټو لپاره. دوی له امنیتي قوته چې لري یې، خوندیتوب ترلاسه کوي."

ولسمشراشرف غني همدارنګه وویل چې لاهم د اووه باندې ډلې هېوادونه نه دي توانیدلي چې فساد کڼټرول او ورسره مبارزه وکړي.

ښاغلي غني همدارنګه په بحران ځپلو هېوادونو کې د اصلاحاتو پرعملي کیدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د نړېوالې ټولنې له خوا په دغو هېوادونو کې د اصلاحاتو له بهیره په کافي اندازه ملاتړ نه دی شوی.

د "جي اووه پلس" یا د اووه باندې هېوادونو ډله په ۲۰۱۰ میلادي کال کې رامنځ ته شوه چې د افغانستان په ګډون شل هیوادونه یې غړیتوب لري.

د دغو هېوادونو استازي په خپله دوه ورځنۍ ناسته کې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو لپاره پر یوې ګډې ستراتیژۍ بحث کوي او په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شریکوي.

دغه ستراتیژي پر سولې، حکومتوالۍ، پراختیا او کاري فرصتونو باندي راڅرخي.

په همدې حال کې د سریلیون د مالیې وزیرکیفالا ماراه ) Kaifala Marah) چې اوس د دغې ډلې مشري کوي، ټینګار وکړ چې بحران ځپلي هېوادونه باید د هغو کړنلارو څخه ملاتړ وکړي چې په یادو هېواودنو کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اووه باندې ډلې هېوادونه له جغرافیایې، ژبني او کلتوري توپیرونو سره سره بیا هم خپلو کې ګډې ستونزې لري چې باید د حل لپاره یې ګډ کار وشي:

"ګډو اهدافو ته د رسیدو لپاره باید د اووه باندې ډلې هېوادونه له بحران سره مبارزه وکړي. زموږ په هېوادونو کې جګړو په دوامداره توګه سیمه ییز او نړېوال تاثیرات درلودل. موږ نه شو کولای دې ګډوډیو ته دوام ورکړو. موږ باید د هغو کړنلارو ملاتړ وکړو چې سوله ټینګه شي او د ټولنې ټول وګړي یې مالکیت ولري."

ټاکل شوې ده د اووه باندې ډلې استازې د سبا لپاره هم په کابل کې خپلې غونډې ته دوام ورکړي.

د چارو کارپوهان وایي، د اووه باندې ډلې هېوادونه دا مهال له بېلابېلو ستونزو لکه، نا امنۍ، اداري فساد، فقر او داسې نورو مسایلو سره مخامخ دي او تاکید کوي چې د حل لپاره یې هم ګډ کار ته اړتیا لیدل کیږي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG