د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۰

په "+G7" ناسته کې پر ستراتيژیکو لومړیتوبونو بحث کېږي


د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د "جي اووه پلس" یا اووه باندې ډلې هېوادونو استازې به په خپلې جوړېدونکې کلنۍ غونډ کې د غړیو هېوادونو لپاره د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د "جي اووه پلس" یا اووه باندې ډلې استازې په کابل کې سره را ټولېږي.

د افغانستان د ماليې وزارت وایي، په دغه ناسته کې به چې د اورې په څلورمه او پنځمه په کابل کې جوړېږي، د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو استازې د ۲۰۱۶ میلادي او ۲۰۱۷ میلادي کلونو لپاره پر یوې ګډې ستراتیژۍ بحث وکړي.

دا چې دا ستراتېژي پر کومو برخو راڅرخي، د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی یې په اړه وایې:

"د دغې ناستې له لارې موږ کولای شو د ښه حکومتوالۍ په برخه کې د یادو هېوادونو له تجربو څخه ګټه واخلو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو دغه راز سولې څخه د ملاتړ په برخه کې خبرې وشي، د دې تر څنګ په ټوله کې موږ پر یوې داسي ستراتیژۍ کار وکړو چې نړیواله ټولنه د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې نه یواځې له افغانستان سره بلکې له غړیو هېوادونو سره همکاره پاته شي او مرستې وکړي."

ښاغلي عبدالرحیم زي وویل چې په دغه ناسته کې به د غړیو هېوادونو د استازو په ګډون د مرسته کوونکو هېوادونو استازې، سفیران، د بحرانونو د حل د شبکې غړي او د مدني ټولنې غړي برخه ولري.

د اووه باندې هېوادونو په ډله کې شاوخوا ۲۰ هېوادونه غړیتوب لري.

دغه ډله په ۲۰۱۰ میلادي کال کې رامنځ ته شوه او افغانستان یې هم په همدې کال کې غړیتوب تر لاسه کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اووه باندې هېوادونو غونډه له مرسته کونکو او مرسته اخیستونکو هېوادونو سره د اړیکو د ټينګښت او د مرستو د لاښه تنظیمومولو په هدف تر سره کېږي.

د چارو کارپوهان وایي، د اووه باندې ډلې هېوادونه دا مهال له بېلابېلو ستونزو لکه، نا امنۍ، اداري فساد، فقر او داسي نورو مسایلو سره مخامخ دي.

خو دا چې دا افغانستان او په دغه ډله کې شاملو هېوادونو لپاره به دا ډول ناستې له اقتصادي اړخه څومره اهمیت ولري، په اړه یې د اقتصادي چارو افغان کارپوه سیف الدین سیحون ازادی راډیو ته وویل:

"د افغانستان او دې ته ورته هېوادونو دولتونه د ټولنیزو سرچینو د مدیریت وړتیا نه لري، دوی جبراً د مرسته کونکو هېوادونو له خوا حمایه کېږي، که نړیواله ټولنه دوی سره مرسته و نه کړي او دغه مرستې مدیریت نه کړي، دوی به له انساني ناورین سره مخامخ شي."

خو ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې د اووه باندې ډلې هېوادونه باید په ګډه له مشترکو ستونزو سره مبارزه وکړي ځکه د ده په باور د نړیوالو مرستو دوام د لنډ مهاله لپاره ګټوري وي خو د اوږد مهال لپاره دا هېوادونه له پرمختګه شاته پرېږدي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG