No media source currently available
راپورونه وایي چې د بلجیم د پلازمېنې بروکسل په هوايي ډګر او د ښار په مترو کې په درې چادونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. دوه چادونې نن د زاوینتین د هوایي ډګر د مسافرینو په خروجي سالون کې وشوې او ورپسي یوه چادونه د ښار د مترو په میلبیک تم ځای کې، د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې، وشوه.