د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۵

عالمي:په زړو میترونو کې د برښنا ضایعات زیات دي


 د افغانستان د برښنا شرکت د سوداګری د برخې ریيس میرویس عالمي
د افغانستان د برښنا شرکت د سوداګری د برخې ریيس میرویس عالمي
د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د برېښنا نشتوالی، د برښنا د جریان ځنډېدل، زاړه میترونه او له لګښت څخه پورته بلونه هغه ستونزې دي چې د کابل ښاریان ځینې شکایت کوي.

دوي وایي، د ښار د اکثرو سیمو میترونه له کاره لویدلي او له لګښت څخه زیات څرخي او دا نیمګړتیا د خلکو او کورنیو پر اقتصاد ناوړه اغیزه کوي.

ځیني دا هم وایي چې له شاوخوا دیرشو کلونو راهیسي د برښنا په تمه دي، په دې اړه د ښار یو تن اوسیدونکی وایي:

(برق کله وي کله نه وي، ما پسې لس زره بیل راغلی او زه وایم چې ما دومره مصرف نه دی کړی، میترونه زاړه دي، سم لګښت نه شي ښودلی، غریب لپاره برښنا په نوبت او د مالدارو لپاره څلورویشت ساعته ده. )

د افغانستان د برښنا شرکت وایي، اوس مهال د هېواد شاوخوا دیرش فیصده خلک له برښنا څخه ګټه اخلي او د هېواد ټولو ولایتونو ته د برښنا د رسولو پر چارو له یوې ورځې نه بلې ته تدابیر پراخیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت د سوداګری د برخې ریيس میرویس عالمي ازادۍ رادیو ته وویل چې زاړه میترونه یوازې خلکو ته نه بلکې دولت ته هم زیان رسوي ځکه دا میترونه د غلا او ضایعاتو مخه نه شي نیولی د همدې له امله یي هڅې تیزي کړي چې په لږه موده کې یي پرځای نوي میترونه نصب کړي:

(په زړو میترونو کې د برښنا ضایعات زیات دي، موږ غواړو ټول نوي کړو، لس شل فیصده یي نه څرخي، پلان لرو داسې سیستم جوړ کړو چې یو سړی د موباییل د کارټ په څیر کارټ په میتر کې نصب کړي، اوس مو ټولو ادارو ته د نوېو میټرونو د نصبولو سپارښتنه کړې ده او دا ستونزه به په لږه موده کې اواره شي.)

میرویس عالمي دا هم وویل، چې د نوېو واردیدونکو میترونو د چک او کنترول لپاره د دوي استازی د نورم او ستندرد له ادارې سره په همکاری بوخت دی.

د افغانستان د برښنا بندونه په دیرش کلنو جنګونو تر ډیره ځایه له کارو لویدل، چې د ځینو د رغولو چارې پیل شوي خو دی هېواد ته ډیره برښنا له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردیږي.

کارپوهان وایي، دولت باید هڅه وکړي چې په هېواد کې د برښنا د نوېو بندونو جوړولو ته مالي او تخنیکي امکانات ومومي او په دی برخه کې پر ملي عواېدو سربیر ه د نړېوالو مرستې هم جلب کړي.
XS
SM
MD
LG