د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۶

په افغان ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ په باب اندېښنې


د نومبر په ٢٩مه د پاکستان پولې ته څېرمه د يوې غرنۍ سيمې په يوه پوسته کې يوه افغان سرحدي پوليس ناڅاپه خپل ټوپک امريکايي عسکرو ته واړاوه او په ډزو يې د دوي شپږ تنه ووژل.

وسلوالو طالبانو د سترګو په رپ کې د بريد مسووليت ومانه، ادعا يې وکړه چې دغه وسوال د دوي پټ اجنټ و او د ناټو عسکرو د وژنې لپاره ګمارل شوى و.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، افغان پوليس او اردو هڅه کوي داسې لارې چارې ومومي، چې له خپلو ليکو د سخت دريځو ډلو ننوتلي کسان ليرې کړي، په دې هدف د جلب او جذب نوى پروګرام سخت کوي.

څه موده وروسته، د افغان او امريکايي څېړونکو د ګډو تحقيقاتو په نتيجه کې څرګنده شوه چې دغه وسلوال کس عزت اله نومېده او د ننګرهار د يوه ليرې پراته کلي اوسېدونکى و، پېښه هم په همدې ولايت کې شوې وه.

څېړونکي وايي، دغه کس له يوه ښه عسکر پرته، په هېڅ لحاظ د طالبانو پټ اجنټ نه و، بلکې تر شخصي فشارونو لاندې و، يو فشار دا و چې پلار يې ټينګار ورباندې کاوه چې له يوې نجلۍ سره واده ته غاړه کښېږدي.

نيويارک ټايمز ليکي، وروسته ترهغه چې د ملي اردو د عسکرو له درېشۍ په استفادې وسلوالو پر درېيو ترټولو خوندي دولتي ادارو بريدونه وکړل، په دې اوونۍ کې په افغان امنيتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ په باب اندېښنې بيا زياتې شوي دي.

وروستى بريد په کابل کې د دوشنبې په ورځ پر دفاع وزارت شو، چې په نتيجه کې د ملي اردو دوه عسکر ووژل شول.

د ناټو دوو استخباراتي چارواکو او يوه عالي رتبه سلاکار د دغو پېښو په تړاو د شويو تحقيقاتو په باب په خبرو کې وويل، د دوي لومړنۍ څېړنې ښيي چې لږ تر لږه په دوو بريدونو کې د پېښې عاملان د ملي اردو يا پوليسو برحال غړي نه وو.

په افغان او د ناټو په چارواکو کې د طالبانو د پټو اجنټانو په باب اندېښنې لا هم په زياتېدو دي.

کله چې په ننګرهار کې د نومبر د مياشتې بريد وشو، ائتلافي ځواکونو د جاسوسۍ ضد افغان اجنټانو د روزنې چارې ګړندۍ کړي دي.

د دوي وظيفه به دا وي چې په افغان ځواکونو کې ممکنه سخت دريځي تشخيص کړي او پر دوى څارنه وکړي، چې ايا د مالي يا هم د خپلو ذهني فشارونو له کبله فعاليت ته اقدام کړى که د خپلو کورنيو د تهديد له کبله.

نيويارک ټايمز ليکي، دا چې طالبان دې د وروستيو بريدونو مسوول وي، په دې باب لږ اسناد په لاس کې شته، دې ډلې ويلي دا يې د پسرلنيو عملياتو پيل دى.
XS
SM
MD
LG