د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

نورستان:د برګميټال اوسیدونکي د لارې نا امنیو پریشانه کړي


د نورستان د برګمټال اوسيدونکې شکايت کوې، چې د دوي سيمي ته په لاره کې، چې د دې ولایت له کامدیش ولسوالۍ څخه تیریږي، له تيرو څو کلونو څخه وسلوالو طالبانو امنیتي ستونزې جوړې کړي، خو تر اوسه يي د خلاصون هيڅ قدم نi دى شوى.

د نورستان والي هم دا ستونزه مني ،خو وايي چې د دې کار لپاره يي هڅي پيل کړي دي.

برګيمتال د نورستان په ختيځ کې تر ټولو لري پرته ولسوالۍ ده، چې د پاکستان د چترال ولسوالۍ ،د افغانستان د بدخشان ولايت او د نورستان د کامديش ولسوالۍ سره شريکه ځنګل لرونکي اوغرنۍ پوله لري.

د برګيمټال اوسيدونکو ازادۍ راډيو ته وويل، په لاره کې د امنيتي ستونزو له امله په برګيمټال کې د خوراکې توکو او نورو اړينو موادو نرخونه لوړ شوي دي.

برګيمټاليان وايي پخوا به يي د پاکستان ګاونډۍ ولسوالۍ چترال ته په اسانه تګ راتګ کولى شو، خو د چترال او برګيمټال ترمنځ په پرته لاره کې د طالبانو د شتون په وجه اوس هلته هم نشي تللى.

دوي وايي دبرګيمټال اوسيدونکو څو ځله طالبانو سره جنګ وکړ چې د ولسوالۍ څخه دفاع وکړي چې ددي له امله طالبانو او هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښتله ، خو دولتي چارواکو يي هيڅ پوښتنه ونه کړه.

دنورستان والي جمال الدين بدر بیا وایی، چی دکامديش برګيمتال دلاري خلاصون دپاره يي ستر پوځي عمليات په پام کې نيولي دي.

ديادونې وړده چې دنورستان چارواکي دتير يو کال څخه برګيمټال ولسوالۍ ته په غزيدلي لاره کې دپرتو خنډونو دلري کولو دپاره د پوځي عملياتو خبري کوي خو خلک وايي چې تراوسه يي هيڅ ندي کړي.
XS
SM
MD
LG