د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

خیبر پښتونخوا ولې د سیلانیانو له پامه غورځیدلی؟


خيبر پښتونخوا که له يوې خوا شتمن لرغونی تاريخ او د پخوانيو مدنيتونو سترې نښانې لري، له بله پلوه ښکلی طبيعي چاپيريال، د موسمونو څرګند مهالونه او ښکلي لاسي صنايع يې هغه ځانګړتياوې دي، چې د سېلانيانو د پوره پاملرنې وړ ګرځي.

پخوا به د کال په هر موسم کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو تنه سلانیان دې سیمې ته راتلل، خو له تېرې یوې لسيزې راهیسې، چې د هرې ورځې په تېرېدا سره امنيتي ستونزې مخ په ډېرېدا دي نه يواځې بهرنیو، بلکې د پاکستان د نورو برخو سیلانیانو هم اوس دا سیمه هېره کړې.

د بهرنیو سیلانیانو دنه راتګ له امله که له یوې خوا دولت ته په ډیرو مواردو کې د پام وړ زیان اوښتی، نو ورسره له دې صنعت سره تړلي خلک او ادارې هم ډیرې زیانمنې شوي.

ناصر،چې په صدر کې د انټيکو،قالینو،لاسي صنایعو او د اړوندو شیانو پلورنځي لري په دې اړه وايي:

(له هغې ورځې، چې چاودنې او نورې تروريستي پېښې پيل شوي زموږ کار روزګار ډیر خراب شوی،پخوا، امنيتي وضع ښه وه،نو بهرني سیلانیان به ډیر راتلل ځکه خو زموږ روزګار هم ښه و،خو اوس چې بهرنیان نه راځي نو زموږ مالونه هم نه خرڅېږي)

د توريستي خدماتو د یوه خصوصي شرکت مشر پرنس مهرالله خان وايي، یواځې د ده د ادارې په لسګونو تنه کارکوونکي د سیلانیانو د نه راتلو له امله بې کاره شوي:

(پخوا به هره ورځ له پنځوسو تر شپېتو پورې بهرنیو سیلانیانو زموږ دفتر ته مراجعه کوله خو اوس په اونۍ کې یوتن راشي او کله هغه هم نه وي.)

پرنس وايي، شاوخوا لس کاله وړاندې دده ادارې تر پنځوسو ډیر کارکوونکي لرل، چې هر یوه به یې له دې درکه هره ورځ په سلګونو او ان په زرګونو روپۍ عوايد ترلاسه کول خو اوس مهال ټوله اداره په یواځې سر پرمخ بیايي، چې په وینا یې یواځنی علت یې دسیلانیانو نه راتګ دی.

د پېښور یو شمېر عصري اومډرن هوټلونه او میلمستونونه چې هره ورځ به د په لسګونو بهرنیو سیلانیانو کوربه ول اوس تر ډيره شاړ پراته دي.

په صدرکې د یوه هوټل، چې د بهرنیانو په مرکز یې شهرت درلود، مدير وايي د هوټلونو صنعت دومره زیانمن شوی، چې د دوي په ګډون ډیری هوټلونه اوس ان خپل لګښتونه نه شي پوره کولای:

(له کله نه چې امنیت خراب شوی نو ان یو بهرنی هم نه راځي، ګټه خو لرې خبره ده، موږ د خپل هوټل مصارف هم نه شو پوره کولای.)

د سیاحت یا ټوريزم د ایالتي ادارې مشر محمد اعظم خان دامني، چې دا مهال خيبر پښتونخوا ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د نشت برابر دی، خو زیاتوي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پاملرنې د بیا راجلبولو او د دې زیانمن شوي صنعت د ودې په هدف یې په هر ښار او هره سیمه کې د میلو او نندارتونونو جوړولو هڅې پیل کړي:

(د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې ډیر زیات کموالی راغلی، بې له شکه چې بهرنیان به هغه وخت دلته راشي چې لومړی د پاکستان د نورو سیمو سیلانیان دې سیمې ته راشي، یانې لومړی باید کورني سیلانیان دا ثابته کړي چې په پښتونخوا کې د هغوي لپاره هېڅ مشکل نشته نو بیا به بهرنیان هم راشي. )

د سیاحت صنعت يوه داسې سوداګري ده، چې نه يواځې د دولت مالي توان زياتوی، بلکې خلکو ته هم د عايد او ګټې لارې پرانيزي.

دغه صنعت د نړېوال اقتصاد يوه درنه برخه ګڼل کېږي، ځکه نو د نړۍ زيات شمېرهېوادونه د خپل ملي عايد ډيره برخه د همدې صنعت او په هغې پوري تړلو چارو له برکته تر لاسه کوي،خو دا صنعت هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې د سیلانیانو ژوند خوندي او د اوسېدو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

مجيب الرحمان انګار،پېښور
XS
SM
MD
LG