د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

ولسي جرګه:زموږپه عمومي غونډو کې په ورځني مسایلو بحث نه کیږي


د ولسي جرګې یو شمېرغړي د دې جرګې په اداري پلاوي له دې امله انتقادونه کوي چې د دې جرګې په عمومي غونډو کې پر مهمو او اساسي مسایلو بحث نه کوي.

دغه وکیلان امنیت، ملي بودیجه، له امریکا سره ستراتیژیکې همکارۍ او لویه جرګه له مهمو مسایلو څخه بولي خو وایي، چې د دې جرګې په عمومي غونډو کې دغه موضوعګانې نه بلکې حاشیوي او واړه مسایل په اجنډا کې شاملیږي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي هم ورته انتقاد لري او وایي چې د ولسې په عمومي غونډو کې باید لومړی پر هغو مسایلو بحث وشي چې د ملي ګټو پر اساس لومړیتوب لري:

"اداري پلاوی څنګه دې مسالې ته پاملرنه نه کوي، یوازې کیني او هغه موضوعګانې تر بحث لاندې نیسي چې د موجوده اساسي مسایلو په پرتله دوهم او دریم ځای لري.

نن د ستراتیژیکو همکارېو، د عنعنوي لویې جرګې او داسې نورو مسایلو په اړه باید بحث وشي.

له بده مرغه دغه مسایل چې د هېواد له ملي ګټو سره مستقیمه اړیکه لري ولسي جرګه یې په اړه چوپه پاتې شوې ده."

دوي دغه راز وایي، چې د ولسي جرګې د عمومي غونډو اجنډاوې د دې جرګې د ځینو وکیلانو په خوښه ټاکل کیږي او دا د دې لامل شوې چې مهم او ملي مسایل د دې جرګې له بحثونونه پاتې شي.

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، چې د دې جرګې د عمومي غونډو د اجنډا په ټاکلو کې دوي او د دې جرګې د رییسانو کمېټه هیڅ ډول صلاحیت او مداخله نه لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال احمد بهزاد وویل، چې اجنډاوې د ولسې جرګې د وکیلانو په خوښه ټاکل کیږي او د دوي له خوښې سره سم پرې بحث کیږي:

"د غونډې په وضع او د اداري پلاوي له خوا د غونډې د ادارې په اړه ډیر انتقادونه وشول خو زه وایم، چې زموږ صلاحیتونه تعریف شوي او موږ کولای شو له دې صلاحیتونو څخه په ګټې اخیستنې اصلاحات راولو.

د کورنیو دندو په کومه ماده کې اداري پلاوي ته دنده سپارل شوې چې یوه موضوع په اجنډا کې شامله کړي.

د هر ډول اجنډاوو جوړول تاسو پورې اړه لري او تاسو یاست چې عمومي غونډو ته اجنډا جوړوي".

د ولسي جرګې یو شمېر نور استازي بیا د دې مسالې تر څنګ پر ځینو وکیلانو داسې انتقادونه کوي چې ګوندې د دې جرګې په عمومي غونډو کې برخه نه اخلي او د نصاب د کموالي له امله دوي نه شي کولای چې پریکړې وکړې.

دغه وکیلان وایي، که چېرې د ولسي جرګې د عمومي غونډو اجنډاوې د اهمیت له مخې ترتیب نه شي او د دې جرګې د عمومي غونډو نصاب همداسې کم وي نو دوي به ونه شي کولای چې د هېواد له ملي ګټو سره سم مهم او حیاتي مسایل ژر تربحث لاندې ونیسي.
XS
SM
MD
LG