وال سټریټ ژورنال:
امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: د کندهار د امنیې قوماندان په داسې وخت کې د طالبانو له خوا ووژل شو، چې ترکې چارواکي د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو په مسلې خبرې کوي ترڅو دا ډله له نړېوالې ټولنې سره د سولې د خبرو په مقصد ورڅخه کار واخلي.
وال سټریټ ژورنال لیکي:افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استول شوېو دیرشو زرو اضافي عسکرو زیات شمېر یي په کندهار کی دېره دې خو بیا هم وسله وال طالبان د افغان حکومت پر ضد خپلو حملو ته دوام ورکوي.
په دې ولایت کې زیات شمېر دولتي څوکۍ خالي دې او څه موده وړاندې د والي مرستیال هم د طالبانو په یوې حملې کې ووژل شو.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي: طالبانو ته په ترکیې کې د دفتر مسله د لومړي ځل لپاره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تېر ډیسمبر میاشت کې ترکیې ته د سفر په مهال مطرح کړې وه. خو د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردووان د بهرني سیاست سلا کار ابراهیم کالن د جمعې په ورځ وویل، په استانبول کې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانیستلو په اړه خبرې روانې دې. ده ونه ویل چې له چا سره خبرې روانې دې خو په ټینګار سره یي وویل ، دا معامله ممکن ونه شي.
وال سټریټ ژورنال لیکي: زیات کسان په دې پوهیږي چې د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي، په نړېوالو سفرونو یي بندیزونه لګول شوي او شتمنۍ هم قید شوي دي، خو یو جګ پوړی ترکي ډپلومات چې له مسایلو سره بلد دی، په دې باور دی چې دا کومه جدي مسله او ستونزه نه رامنځ ته کوي او د طالب مشرانو په سفر ممکن موافقه وشي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار ولایت د امنیې قوماندان خان محمد مجاهد د قتل په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:
د خان محمد مجاهد په مړینې زیات شمېر خلک خواشینې دي،د کندهار د یوه قومي مشر حاجي اغا لالی په وینا، پرته له شکه چې د مجاهد مړینه به د کندهار په امنیتي وضعې اغیز وکړي خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې کندهاریان دې ډول قربانیو ته چمتو دي.
ورځپاڼې په ولسي جرګي کې د کندهار د پخوانی وکیل نورالحق علومي خبره هم راخیستي چې وایي، د کندهار د امنیې قوماندان په وژنې سره طالب وسله والو خلکو ته دوه پیغامونه ورکړل. یو دا چې وسله وال د پولیسو د مشر د وژلو توان او قدرت لري او بله دا چې خلکو ته یي وښودله، د جمهور رییس حامد کرزي حکومت دومره کمزوری دی چې د خپلو کارکوونکو د ساتنې او ملاتړ توان نه لري.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له جګ پوړو پاکستاني مشرانو سره د جمهور رییس حامد کرزي د کتنې او خبرو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
له طالبانو سره خبرې، سوداګرۍ او امنیتي مسلې د دغو مشرانو د خبرو د اجندا په سر کې وې. د ورځپاڼې په باور،د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې له دواړو هېوادونو سره ساړه شوي دي.
له بلې خوا، دا هم عادي نه ده چې د پاکستان د قدرت مخکښان یعنې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، لوی درستیز پرویز اشفاق کیاني او د اي اس اي مشر شجاع پاشا دې په یوه وخت کې، له جمهور رییس کرزي سره خبرې وکړې.