د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

کرزی:که امریکا په افغانستان کې پاتې کیږي، نو د افغانانو غوښتنې دې ومني


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپلې تبصرې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د ولسمشر کرزي پرونیو څرګندونو ته ځانګړې کړي، چې په لاندې راپور کې حمید مومند رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي د وینا دا برخه راخیستې، چې ویلي، که امریکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي، نو د افغانانو غوښتنې دې ومني.

ورځپاڼې وړاندې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکارېو په اړه ځینو هغو شرایطو ته هم کتنه کړې، چې ولسمشر ورته په خپلو خبرو کې اشاره کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې د خپل سرو عملیاتو او د هغو کړنو مخنیوې، چې افغان حکومت کمزورې کوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور قانوني کول هغه مهم شرایط دي، چې ولسمشر په خپلو خبرو کې یاد کړي.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې موضوع بحث کړې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکارېو د سند ګټې څه دي.

ورځپاڼه وړاندې د ملي امنیت شورا د غونډې دې پریکړې ته په اشارې، چې د ډاکټر سپنتا او ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ دې یو کمسیون یو سند ترتیب کړي، دا پوښتنه کړې، چې ایا دا کمسیون به وکړای شي، چې د هېواد ټولې ملي ګټې او د خلکو غوښتنې په پام کې وساتي.

ورځپاڼې دا سپارښتنه کړې، چې د دې سند د مسودې له ترتیب مخکې باید د پوهانو او خلکو نظرونه هم واخیستلای شي.

ارادې په خپله سرمقاله کې په ځینو هغو شرایطو بحث کړې، چې ولسمشر ورته په خپلو پرونیو خبرو کې اشاره کړې.

ورځپاڼې که څه هم د ولسمشر کرزي له خوا وړاندې شوي شرایط مهم بللي، خو د تیرو لسو کلونو تجربې ته په اشارې دا اندیښنه څرګنده کړې، چې ممکن مقابل لورې دا شرایط بیا هم عملي نه کړي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د ستراتیژیکو همکارېو د دې سند په اړه به وروستۍ پریکړه لویه جرګه کوي.

ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د ولسمشر کرزي دریځ ته هم اشاره کړې او لیکلي، چې دا هر څه به د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې ترسره کیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا که څه هم د افغانستان لپاره په اوسني پړاو کې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو پالل ضروري بللي، خو په ورته وخت کې یي په دې ټینګار کړې، چې دا همکاري باید په هېواد کې د اقتصادي ودې او نظام د ټینګښت زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې دا سپارښتنه هم کړې، چې دا اړیکي باید د افغانانو اوسنیو او راتلونکو اړیتاو ته ځواب ووایي.

ملي ارمان:

خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې، چې تل د حکومت مخالف دریځ لري، بیا دا خبردارې ورکړې، چې په دې برخه کې باید له لوی جرګې څخه د یوې وسیلې په توګه کار وانخستلای شي.

ورځپاڼې وړاندې دا شک څرګند کړې، چې ممکن ولسمشر له دې جرګې د ځینو نورو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هم کار واخلي.
XS
SM
MD
LG