د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

په خیبر بښتونخوا کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې


د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ
د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ
د خيبر اجنسۍ په لرې پرته سیمه، تیراه کې د سخت دريځو وسله والو او د زخه خیلو ترمنځ په تازه نښتو کې اووه تنه نور جنګيالي وژل شوي او نا معلوم شمېر ټپيان دي.

له سیمې نه رارسېدلي راپورونه وايي، د حاجي منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام ډلې او د زخه خیلو دقوم وسله وال په دې نښته کې چې تېره شپه د تیراه د بازار زخه خیلو سیمې په اړوندو کې رامنځته شوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولوادعاوې کوي.

ځايي خبريال اسلام ګل اپريدي د دې پېښې په اړه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل :

"تر اوسه یواځې دومره مالومه شوې چې په دې نښته کې اووه تنه وژل شوي خو تر اوسه لا دا نه ده څرګنده چې د کومې ډلې خلک دي."

د نښتو دا لړۍ چې تېره اونۍ د لشکر اسلام له خوا د زخه خیلو قوم دیوه ديني عالم مولوي محمدهاشم تر وژنې وروسته پیل شوې، که څه هم د سخت دریځو د خپل منځي اختلافاتو نتیجه ګڼل کېږي خو اسلام ګل اپريدی وايي، که د نورو سیمو وسله وال په تیراه کې خپلې مداخلې ونه دروي ښايي دالړۍ تر نورو قومونو پورې هم وغځېږي :

"په سیمه کې د فعالو وسله والو ډلو ترمنځ له پخوا راهیسې یولړ اختلافات موجود وو، چې دا دی اوس یې د جګړې بڼه خپله کړه، د دې خبرې امکان هم شته چې ځینې نور قومونه چې ورته ستونزې لري هم سره ونښلي."

بل خوا یوه ځايي دولتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې په تیرو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو او انصار الاسلام په نوم د یوې بلې مذهبي ډلې په سلګونو تنه جنګيالي دې سیمې ته رسېدلي او د خپلو پلويانو په مرسته یې جګړې پيل کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې طالبان چې پخوا یې له منګل باغ سره ژور اختلافات لرل تر دې جګړې وروسته له هغه سره دريدلي او یو زیات شمېر وسله وال جنګيالي یې سیمې ته لېږلي.

بل خوا د انصارالاسلام ډله چې له منګل باغ سره زړه دښمني لري بیا د زخه خیلو قوم ترشا درېدلې.

یاده دې وي چې لشکر اسلام او انصار الاسلام هغه دوه وسله والې مذهبي ډلې دي، چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د یوبل پرخلاف جنګېږي.

راپور: مجيب الرحمان انګار - پېښور
XS
SM
MD
LG