د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

پاکستان: په یو زیارت کې دوو چاودنو ولسي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې


په دې پېښه کې څلوېښت تنه وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې نور ټپيان دي.
په دې پېښه کې څلوېښت تنه وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې نور ټپيان دي.
د پنجاب ایالت په ډيره غازي خان کې امنيتي مسوولین وايي، د صوفي شخصیت سلطان سخي سرور په زیارت کې چاودنو په لسګونو تنو زیارت کوونکیوته مرګ ژوبله اړولې.

دا چاودنې د یکشنبې په ورځ تر مازيګر وروسته د ډېره غازي خان په لرې پرته نیمه قبایلي سیمه کې په داسې حال کې شوي، چې په سلګونو تنه زیارت کوونکي په دوديزو مراسمو کې د ګډون په هدف په دې زیارت کې سره راغونډ شوي ول.

پولیسو دواړه چاودنې ځانمرګي بریدونه بللي او ویلي یې دي، چې شاوخوا يوسلو څلويښت تنه په کې مړه یا ژوبل شوي.

د ډیره غازي خان د امنيتي چارو مسوول افتخار سهو، چې له پېښه وروسته یې رسنیو ته مالومات ورکول وويل:

"د زیارت په حدودو کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي، د وروستیو راپورونو له مخې څلوېښت تنه په کې وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې نور ټپيان دي.

د تل پشان نن هم په دې سیمه کې یوشمېر امنيتي سرتېري موجود وو، خو تر اوسه چې ماته کوم مالومات راکړل شوي د هغو له مړه و زخمیان ټول ولسي خلک ښودل شوي."

نوموړي د یوشمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک بللی او ویلي یې دي، چې ښايي د مړو اصلي شمېر نور هم زیات شي.

په عین حال کې په سیمه کې د پولیسو مشر احمد مبارک د پېښې له ځایه د دوو تنو ځان وژونکیو بریدګرو د ژوندي نیولو خبر ورکړی.

د نوموړي د مالوماتو له مخې دواړه برید کوونکي چې ځان وژونکي واسکټونه یې اغوستي وو، په ټپي حالت کې نیول شوي:

"د نیول شویو دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو له ډلې یو یې فداحسین نومېږي، د ډيره اسماعیل خان اوسېدونکی او د طالبانو د تحريک غړی دی خو دویم کس یې چې وینې ترې بهېدې او سخت ټپي و، د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او لا تراوسه یې هويت نه دی مالوم."

سلطان سخي سرور د حضرت علي کرم الله وجهه له اولادې ګڼل کېږي او ویل کېږي، چې په ۵۷۷ هـ ق کال د ۵۳ کلونو په عمر وفات شوی.

د نوموړي مزار ته هره ورځ په زرګونو زيارت کوونکي ورځي او په بېلابېلو طريقو د عقیدت پېرزوينې وړاندې کوي.

دا پېښه د بیلابېلو مذهبي ډلو او شخصیتونو له خوا غندل شوې خو دا لومړی ځل نه دی چې په زیارت کې دغه ډول چاودنې کېږي، تر دې وړاندې د عبدالرحمن بابا، بهادر بابا، میاعمر بابا، د لاهور دا تاګنج بخش، د کراچۍ عبدالله شاه غازي او ګڼ شمېر نورو صوفیانو په زیارتونو کې ورته بریدونه او چاودنې شوي، چې له امله یې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني طالبانو د تېرو هغو پشان د دې پېښې مسوولیت هم منلی دی.

راپور: مجيب الرحمان انګار – خیبر پښتونخوا
XS
SM
MD
LG