ولسمشر حامد کرزي چې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د تکزاس ایالت په ډالاس کې، د جورج ډبلیو بوش د تحقیقاتي مرکز له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، بې له شکه چې افغان مېرمنې په هېواد کې د سولې غوښتونکې دي، خو دوی د هغه بریاوو ساتنه هم غواړي، چې تر دې دمه ترلاسه شوې دي.
د ښاغلي کرزي له وینا مخکې جورج ډبلیو بوش او مېرمنې یې لارا بوش په افغانستان کې د ښځو د ونډې د اهمیت او د ترلاسه شویو آزادیو په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅو په هېواد کې دننه او بهر د ښځو د حقونو په برخه کې یولړ اندېښنې رااوچتې کړي او دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان چارواکو سربېره امریکايي چارواکو هم له طالبانو سره سولې ته لېوالتیا ښودلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن څه وخت مخکې وویل، چې امریکا به په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان حکومت هلې ځلې کوي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرواترو او له جګړې څخه لاس اخیستو ته وهڅوي.
خو ښاغلي کرزي ډاډ ورکړ، چې په هېڅ صورت به اجازه ورنه کړي چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.
ده وویل، زموږ په ذهنونو کې باید هېڅ راز شک نه وي او دی سل په سلوکې ډاډ ورکوي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې به هېڅ راز بدلون رانشي.
د پخواني ولسمشر جورج بوش مېرمنې لارابوش، له دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې په اړه خپل آواز اوچت کړی دی.
مېرمن بوش په هغه مقاله کې چې د تېرکال په اکتوبر میاشت کې د امریکا یوې ورځپاڼې خپره کړه ولیکل، هغه سوله به دوام ونه کړي چې د ټولنې د نیمايي وګړو د حقونو په بیه ترلاسه شي.
په دې ویډیو کنفرانس کې په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو او په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون زده کونکو هم خپل نظریات د کنفرانس له نژدې دوه نیم سوه ګډونوالو سره شریک کړل.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه پرونی کنفرانس د امریکا د ټکزاس ایالت د ډالاس ښار په هغه پوهنتون کې جوړ شوی و، چې د جورج ډبلیوبوش په نوم تحقیقاتي مرکز په کې د جوړېدو په حال کې دی.
د ښاغلي کرزي له وینا مخکې جورج ډبلیو بوش او مېرمنې یې لارا بوش په افغانستان کې د ښځو د ونډې د اهمیت او د ترلاسه شویو آزادیو په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅو په هېواد کې دننه او بهر د ښځو د حقونو په برخه کې یولړ اندېښنې رااوچتې کړي او دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان چارواکو سربېره امریکايي چارواکو هم له طالبانو سره سولې ته لېوالتیا ښودلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن څه وخت مخکې وویل، چې امریکا به په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان حکومت هلې ځلې کوي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرواترو او له جګړې څخه لاس اخیستو ته وهڅوي.
هغه سوله به دوام ونه کړي چې د ټولنې د نیمايي وګړو د حقونو په بیه ترلاسه شي.
لورا بوش