د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر له یوې چاودنې روغ ووت


د امینتي ارګانونه په وینا په دې پېښه کې د ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امینتي ارګانونه په وینا په دې پېښه کې د ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خيبر پښتونخوا کې امنيتي مسوولین وايي د جمعیت علمای اسلام ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټر شوې چاودنې د امنيتي مسوولینو په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د پېښور شمال ته د چارسدې ولسوالۍ په اړوندو کې رامنځته شوې.

ځايي امنيتي مسوولینو په دې پېښه کې د ۳۶ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی خو په خپله مولانا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ده او د ګوند نورو مشرانو ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

ولسي خلک

چارواکیو ویلي، چې په دې چاودنه کې د پولیسو د یوه افسر په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان دي چې ډیري یې ولسي خلک ښودل شوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند سرچینو ویلي، چې مولانا فضل الرحمان د خپلو په سلګونو ګوندي ملګرو په ملتیا په چارسده کې په یوه ګوندي غونډه کې د ګډون په هدف دغې سیمې ته روان و.

د چارسدې د امنیتي چارو مسوول اجمل خان په وینا چاودنه د مولانا موټر ته څېرمه د پولیسو پر هغه موټر شوه چې د نوموړي پر ساتنه ګومارل شوي و خو ویلي یې دي، چې په خپله د مولانا موټر هم په کې سرسري زیانمن شوی.

د پولیس افسر په وینا دا ځان وژوونکې حمله وه نه د سړک د غاړې ماین
نوموړي د چادنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه د تليفون پر لیکه ازادي راډیو ته وويل:

"تر اوسه دا نه ده جوته چې چاودنه د مولانا د کاروان په کوم موټر کې رامنځته شوې او که څنګه، خو له تحقیقاتو وروسته به دا هرڅه مالوم شي.

وروستي راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې د یوه پولیس افسر په ګډون نهه تنه وژل شوي."

دا په داسې حال کې ده، چې د پولیسو یوه بل افسر بیا دا یو ځانمرګی برید بللی، نوموړي چې د پېښې په ځای کې یې رسنیو ته مالومات ورکول وویل :

"د پولیسو کوم موټر چې د چاودنې ښکار شوی که د هغه نښو نښانو ته وګورو نو داسې ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید و، ځکه چې د موټر پر یوه اړخ د ګولیو او چرو چې په ځانمرګي برید کې کارول کېږي ښکاره نخښې لیدل کېږي، نو زما په نظر دا یوه ځانمرګی برید و، نه د سړک دغاړې ماین چاودنه."

ګوندي مل

دا په دوو ورځو کې دویم ځل دی چې پر نوموړي دغه ډول برید کېږي،له دې وړاندې تېره ورځ هغه مهال د مولانا د موټرو پر قافله ورته حمله وشوه چې نوموړی د خپلو یوشمېر ګوندي ملګرو په ملتیا د صوابۍ پر لور روان و.

د تېرې ورځې په چاودنه کې هم مولانا بچ شوی و خو د امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې لس تنه یې وژ لي او شل نور يې ټيپان کړي ول.

له تېرو څو کلونو راهیسې چې په خيبر پښتونخوا کې امنيتي پېښې زیاتې شوي په کراتو پر دولتي مقاماتو ورته بریدونه شوي خو دا لومړی ځل دی چې د جمعیت علمای اسلام مذهبي ډلې پر مشر دغه ډول بریدونه کېږي.

که څه هم تر اوسه ددې چاودنو مسوولیت چا ندی منلی خو د مولانا فضل الرحمان په اړه ویل کېږي چې پخوایې له طالبانو سره نژدې اړيکې لرلې خو په وروستیو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ یو لړ ستونزې رامنځته شوي او ګومان کېږي چې دا بریدونه به دهمدې اختلافاتو نتیجه وي.


راپور: مجيب الرحمان انګار – خیبر پښتونخوا
XS
SM
MD
LG