د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

ولسمشر کرزی: د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي په اړه باید د غربیانو ضمیرونه راویښ کړو


Afghanistan -- Afghan president Hamid Karzai is delivering his speech during Education Ceremony of Teacher Training Colleges of Afghanistan in Kabul, 30Mar2011
Afghanistan -- Afghan president Hamid Karzai is delivering his speech during Education Ceremony of Teacher Training Colleges of Afghanistan in Kabul, 30Mar2011

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د هیواد له دارلمعلمینونو څخه د زرګونو محصلینو د فراغت په غونډه کې د نړیوالو ځواکونو او په ځانګړې توګه

افغان ولسمشر وایي، چې په هیواد کې له عامو خلکو سره د بهرنیو ځواکونو د چلند په اړوند د خپرو شویو رپورټونو په اړه ځکه خاموشه نشي پاتې کیدای، چې غواړي له دې لارې د لویدیځ ضمیر راویښ کړي.

ولسمشر د جرمني په رسنیو کې له افغانانو سره د امریکایي سرتیرو د چلند په اړه خپار شوي انځورونه خورا دردوونکي وبلل، چې د امریکایی ځواکونو یوه ډله ښودلې کیږي، چې قصداً بې ګناه افغانان وژني.

ولسمشر کرزي چې د چهارشنبې په ورځ یې د هیواد د دارالمعلمینو د زرګونو محصلینو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د امریکایي ځواکونو دغه کړنې په افغانستان کې د امریکایانو زحمتونه بدناموي.

ګټه اخیستنې

"د افغانستان عام ولس ته دې زموږه غږ ورسیږي، چې ستاسې په نامه اوستاسې له نامه څخه په ګټه اخستنې په افغانستان کې زموږه پنځلس کلن تنکي ځوان او یوه سپین ږیري باندې د خپلو میندو اومیرمنو په مخ کې داسې ظلم کیږي.

نو په دې منظور باید په غرب کې د خلکو وجدان راویښ شي که ریښتیاهم هلته وجدان پاته وي؟"

د دغو عکسونو خپریدو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې د خلکو او مدني ټولنو کرکې او اعتراضونه زیات کړي دي.

ولسمشر حامد کرزي په عین حال کې د وسله والو طالبانو د مشر ملامحمد عمر د هغې خبرپاڼې هرکلي وکړ، چې په کې ویل شوي له دې وروسته به ښوونکي نه زوروي او ښوونځي به نه سوځول کیږي.
ولسمشر کرزي د هیواد د دارالمعلمینو د زرګونو محصلینو د فراغت په غونډه کې وینا وکړه


ښاغلي کرزي وویل، که طالبان او یاهم نورمخالفین د ښونځیو سوځولو او د عامو خلکو زورولو ته دوام ورکوي دا په دې مانا ده چې دوی په افغانستان کې د بهرنيانو شتون غواړي.

که د دې هیواد بچیان دې ته نه پریږدﺉ چې درس ووايي، نو غواړﺉ چې بهرني ځواکونه دلته پاته شي او هدف مو دا دی، چې افغانستان مزدور پاته شي.

که ستاسو هدف د افغانستان پیاوړي کول او د افغانستان په خپلو پښو دریدل وي نو طالبانو او یاهم نورو مخالفینو د افغانستان له پوهنې سره ملګرتیا وکړئ نه دښمني."

په دې غونډه کې د پوهنې وزیر داکترفاروق وردګ وویل، چې د هیواد په کچه ۲۰۱۷۹ ښونکي تیر کال فارغ شوي، چې د ده په خبره زر ترزره به په ښونځیو کې جزب شي.

مسلکي ښوونکو

د پوهنې وزیر زیاته کړه د افغانستان د پوهنې په برخه کې اوس هم د مسلکي ښوونکو کموالي یوازینۍ ستونزه ده خو ده زیاته کړه، چې د فارغ شوو ښوونکو سره به په هیواد کې د مسلکي ښوونکو کچه څلویښت په سلو کې زیاته شي.

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې تیرو لسو کلونو ته په اشارې وویل، چې له ستونزو او جدي ګواښونو سره سره بیا هم د پوهنې بهیر بریالی دی.
XS
SM
MD
LG