د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

اوباما پر لیبیا د پوځي اقدام په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه


اوباما په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع له پوهنتون څخه چې سمبولیک اهمیت لري وینا وکړه.
اوباما په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع له پوهنتون څخه چې سمبولیک اهمیت لري وینا وکړه.
د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د دوشنبې په شپه په ټلویزیوني وینا کې په لیبیا کې د پوځي اقدام لپاره د خپلې پریکړې دفاع وکړه.

ولسمشر اوباما وویل، چې په لیبیا کې د امریکا په مشرۍ پوځي مداخلې له داسې قتل عام څخه مخنیوی وکړ، چې که تر سره شوی وای، د نړیوالو احساسات به یې جریحه دار کړي وای او پر تاریخ به یې داغ لګولې وای.

ولسمشر اوباما په خپله بیګانۍ ټلویزیوني وینا کې چې ټول ولس ته خپره شوه وویل، چې ده نه شوای کولای، چې د قتلونو ترسره کیدو او د ډله ایزو قبرونو رامنځ ته کیدو ته انتظار وکړي، نو ځکه یې په لیبیا کې د پوځي مداخلې د پریکړې ملاتړ وکړ.

اوباما زیاته کړه، چې ده او د واشنګټن متحدینو اول د لیبیا مشر معمر القذافي ته وخت او موقع ورکړل، چې پر خپلو مخالفینو او ملکي خلکو له وحشیانه حملو لاس واخلي او تر هغه وروسته یې د پوځي حملې پریکړه وکړه.

خو د اوباما په وینا قذافي دوی ته په ځواب کې خپلې حملې لا شدیدې کړې:

قتل عام

"موږ پوهیدو چې که یوه بله ورځ انتظار وکړو، په بنغازي کې به چې لږترلږه اوه لکه اوسیدونکي لري داسې قتل عام پيښ شي، چې ټوله سیمه به ولړزوي او نړیوال احساسات به داغداره کړي."

ولسمشر بارک اوباما وویل، چې اوس د قدافي د وژونکو حملو مخنیوی شوی دی.

ده معمر القدافي ته د داسې یوه دیکتاتور خطاب وکړ، چې خپلو خلکو ته یې له ازادي ورکولو ډډه کوله، د خلکو ګډه شتمني یې په خپله خوښه او ګټه مصرفوله، په هیواد کې دننه او بهر یې خپل مخالفان وژل او د امریکاییانو په شمول یې په ټوله نړۍ کې معصوم خلک په ویره کې اچول.

امریکا له خپلو نړیوالو ملګرو سره یوه میاشت په دې کار وکړ، چې یو پراخ ایتلاف رامنځ ته کړي، د ملکي خلکو د مصونیت لپاره یو پریکړه لیک صادر شي، د لیبیا د پوځ د پرمختګ او قتل عام مخینوی وکړي.

اوباما
پر لیبیا د پروازونو د بندیز د عملی کیدو او همدا راز د امریکا او متحدینو د تقریبا یوې نیمې اونۍ هوايي حملو په نتیجه کې د قذافي د مخالفینو ځواکونه چې تقریبا ماتې یې خوړلې وه، په شا تمبولي وو، بېرته په زور کې کړي دي.

له دود سره سم، بهر ته د پوځي ماموریت لپاره د عسکرو استولو پرمهال د امریکا ولسمشر له سپینې ماڼۍ وینا کوي خو جمهور ریس اوباما پرون په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع له پوهنتون څخه چې سمبولیک اهمیت لري وینا وکړه.

جمهور ریس اوباما په دې ټينګار وکړ، چې د لیبیا په برخه کې پریکړه د ده د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د کړنلارې پر اساس وه او له دې اقدام څخه د دفاع لپاره یې ځیني تاریخي پيښو ته اشاره وکړه.

"امریکا له خپلو نړیوالو ملګرو سره یوه میاشت په دې کار وکړ، چې یو پراخ ایتلاف رامنځ ته کړي، د ملکي خلکو د مصونیت لپاره یو پریکړه لیک صادر شي، د لیبیا د پوځ د پرمختګ او قتل عام مخینوی وکړي او له متحدانو سره په شریکه پر لیبیا د پروازونو د تحریم پریکړه عملي شي.

د دې پوځي او ډپلوماټیک ځواب د سرعت په هکله د لا رڼا اچولو لپاره په نویمه لسیزه کې د بوسنیا حالت یادیدای شي. په بوسینا کې خلک تر تشدد لاندې وو خو نړیوالې ټولنې تر یوه کال زیات وخت پر دې پریکړه، چې هوايي مداخله وکړي تیر کړ."

پوځي قوماندې

جمهور ریس اوباما امریکا ته چې وار دمخه لا د افغانستان او عراق په جګړو کې ښکیل ده، د وینا پرمهال پردې ټینګار کاوه، چې د امریکا پوځ په محدود ډول په دې عملیاتو کې ښکیل دی او د پوځي قوماندې لیږدولو یوازې څو ورځې وخت ونیو.

ولسمشر وویل، چې د چهارشنبې له ورځې به د ناټو قواوې د دغه په چټکۍ پرمخ تلونکي ماموریت مسولیت واخلي او امریکا به یوازې د یوه ملاتړ کونکي په ډول د استخباراتي مالوماتو، تلاشۍ او ژغورنې او د رادار کنټرول په برخه کې مرستې کوي.

د ولسمشر اوباما له وینا سره په څنګ کې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنټن په لندن کې په یوه نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي چې موخه یې له قدرت څخه د قدافي د لري کیدو لپاره د ډپلوماټیکو لارو چارو موندل دي.

په دې کنفرانس کې به د نړۍ د لږترلږه ۳۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي. په ګډونکونکو کې د ترکیې، ناټو، عرب لیګ، ملګرو ملتونو او افریقايي اتحادیې چارواکي شامل دي.

ولسمشر اوباما دا وینا په داسې حال کې وکړه، چې د دې هیواد دواړه عمده ګوندونه انتقاد پرې کوي چې ولې یې د ملګرو ملتونو له خوا پر لیبیا د پروازونو د بندیز د لایحې تر ملاتړ مخکې له دوی سره کافي مشوره نه وه کړې.

په امریکا کې ځینې شوې نظر پوښتنې هم څرګندوي چې تر نیمايي لږ امریکایان فکر کوي چې دا پریکړه سمه وه.
XS
SM
MD
LG