ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې له خوا د حکومت د کلنۍ بودیجې د طرحې ردولو ته په اشارې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې ممکن د دې کار تر شا د ځینو بهرنیو کړیو لاسونه وي.
ورځپاڼې وړاندې د ځانګړې محکمې په سر د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ روانې لانجې ته په اشارې لیکلي، چې ممکن ولسي جرګه پر دولت د فشار لپاره د ۱۳۹۰ لمریز کال بودیجه رد کړي وي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د وړاندې شوې بودیجې رد د حکومت په وړاندې د ولسي جرګې لومړنی تند غبرګون بللی دی.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې هم په همدې مسالې بحث کړی او لیکي، چې د حکومت او ملي شورا ترمنځ لوبه لا پسې پیچلې کیږي.
ورځپاڼې د روانې لوبې یو علت د ځانګړې محکمې په اړه د جرګې د غړو او حکومت ترمنځ روان بحثونه بللي، چې اوس تر ډیره ناکامه بلل شوي.
خو ورځپاڼې وړاندې د ځانګړې محکمې په اړه په خپل بحث کې لیکلي، چې دا محکمه نه خو د جرګې د غړو په وړاندې څه کولی شي او نه هم د معترضه کاندیدانو ستونزې هوارولی شي.
د ورځپاڼې په وینا دا جرګه په ملي شورا د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي او د ځینو مصلحتونو له مخې جوړه شوې.
د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د روسیې سیاستونه بله مهمه مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو راخستې.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي، چې په اوسنۍ روسیه کې ځینې کړۍ اوس هم په افغانستان کې د ستراتیژیک بعد د پرانستلو په لټه کې دي او غواړي له یو لوړ ستراتیژیک دریځ نه د افغانستان مسالې ته راودانګي.
ورځپاڼې د ترورزم له پلوه موجود امنیتي ګواښونه یو له هغو لاملونو بولي، چې روسیه یې له افغانستان سره نږدې کیدو ته لیواله کړی.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې روسیې تل د افغانستان په وړاندې دوه انتخابه لرلې دي، یو دا، چې تل یې افغانستان د ځان د دفاع لپاره د یو بفر په توګه کارولی او دویم انتخاب یې ستراتیژیک بعد و.
خو ورځپاڼه د تیرو کلونو تجربو ته په اشارې لیکي، چې دا دواړه انتخابه ناکامه ثابت شوي او د هغې علت دا وو، چې له افغانستان سره د روسانو اړیکي تل یوه طرفه مطرح شوي.
ورځپاڼې د دې لپاره، چې روسیه د پخواني شوروي اتحاد او د ایران او پاکستان تیروتنه تکرار نکړي دا سپارښتنه کړې، چې دا هیواد باید د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره یو فعاله رول په غاړه واخلي.