د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

کونړ: طالبانو د قومي جرګې په منځګړیتوب ۱۹ پولیس خوشې کړل


امير محمد وويل، کوم کسان چې طالبانو له بنده ازاد کړي په بدل کې يې څه نه دي اخستل شوي او روغ رمټ دي.
امير محمد وويل، کوم کسان چې طالبانو له بنده ازاد کړي په بدل کې يې څه نه دي اخستل شوي او روغ رمټ دي.
دا نولس پولیس په هغو ۵۶ پولیسو کې شامل وو، چې درې ورځې وړاندې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.

د کونړدولتي چارواکي وايي، چې دا پولیس د ساپي قوم د جرګې د هلو ځلو په پایله کې خوشې شوي او د پاتې پولیسو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د کونړ والي د امنيتي سلاکار او د چپې درې قومي مشر حاجې امير محمد ازادي راديو ته وويل، چې دوی د نيول شوو پوليسو د راخوشې کولو لپاره د ساپيو د قوم جرګه وسلوالو طالبانو ته ليږلې وه.

ده وویل، چې د دوشنبې په مازيګر د جرګې غړي د ١٩ تنو په خلاصون بريالي شول، خو د ده په وینا جرګه اوس هم طالبانو سره په خبرو بوخته ده، چې نور پاتي پوليس هم د وسلوالو له منګولو ازاد کړي.

امير محمد وويل، کوم کسان چې طالبانو له بنده ازاد کړي په بدل کې يې څه نه دي اخستل شوي او روغ رمټ دي.

د نورستان والي جمال الدين بدر د کونړ د چارواکو او قومي مشرانو له هڅو مننه وکړه او ویې غوښتل چې بايد هڅه وکړي چې د کونړ په خاوره کې نورستان ته تللي لاره کې نورستانيانو ته پرتې ستونزې له منځه يوسي.

تراوسه وسلوالو طالبانو د١٩ پوليسو د راپرېښودو په اړه خبري رسنيو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG