د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

حقیقي: د تشبثاتو د ملي اجنډا په چاپ شوي کتاب کې د سوداګرو مهمې ستونزې په ګوته شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشاور عبدالواسع حقیقي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشاور عبدالواسع حقیقي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د تشبثاتو د ملي اجنډا په نوم یوکتاب چې د سوداګرۍ او پانګونې ټولې لارې چارې، ستونزې او وړاندیزونه په کې لیکل شوي.

لوړې ګمرکي تعرفې، د پورونو، نه ورکړه، پیچلی قوانین، او د سوداګریزو بنیادونو، نشتوالي هغه ستونزې دي، چې د تشبثاتو د ملې اجندا په نامه کتاب کې ذکر شوي دي.

د تشبثاتو د ملي اجنډا کتاب، په دې وروستیو کې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د شاوخوا یوزرو درې سوو افغان سوداګرو او پانګوالو د نظریو په اساس له چاپه راوتلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشاور عبدالواسع حقیقي وویل، چې په دې کتاب کې شپږ ډیرې مهمې مسلکي ستونزې په ګوته شوي او که دولت یې اوارې ته تدابیر ونیسي، په هیواد کې به سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې اوچونې ته ډېرې اسانتیاوې برابرې ش

قوانین

"زیربنا نه دې جوړې، قوانین دومره پیچلي دي، چې د رشوت زمینه په کې برابریږي، ګمرکې تعرفې لوړې دي، اوبه نشته، برښنا نشته، ترانزیت له ستونزو ډک، په لارو کې ډول ډول پیسې اخیستنې جاري دي."

په جوړې ناسته کې افغان چارواکي دا ومنله، چې د خصوصي سکتور پر لاره ستونزې پرتې دي او دولت مکلف دی، چې تدابیر ورته ونیسي، خو دایې هم وویل، چې د خصوصي سکتور د سالم رقابت، زیات فعالیت او کورنیو محصولاتو ته د پاملرنې په نیتجه کې، د هېواد ګړندې اقتصادي وده ممکنه ده.

دولت د خپلې وسې سره سم هڅه کوي، په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي او هرډول قانوني اسانیتاوې ورته برابرې کړي.

خلیلي
د جمهورریيس دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي وویل، چې دولت او په تیره د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټه خصوصي سکتور ته د اسانتیاو د برابرولو په مقصد په کار بوخته او په وروستیو څو کلونو کې یې له قوانینو نیولې تر ګمرکي او ترانزیتي چارو پورې یولړ کارونه ترسره کړي دي او په راتلونکي کې به هم د ملي سوداګرو او پانګوالو د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د دوی کارونو ته دوام ورکړي. خلیلي وویل:

"دولت د خپلې وسې سره سم هڅه کوي، په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي او هرډول قانوني اسانیتاوې ورته برابرې کړي، ستا وړاندیزونه او نیوکې به د وزیرانو شورا په اقتصادي کمیټه تربحث لاندې راشي او ستونزو ته به د حل لارې وموندل شي."

سوداګراو پانګوال داهم وایي، دولت هڅه کوي، د هېواد عادي بودجه له ملي عوایدو پوره کړی حال داچی ، سوداګروته دومره اسانیتاوې نه دي برابرې چې د دولت له غوښتنو او پروګرامو سره سم دې مالیه ورکړي.

کارپوهان وایي، دولت باید ملي سوداګرو او پانګوالو د دوی د فعالیت په لومړې سر کې ډیره مرسته وکړي ترڅو دوی په پښو ودریږي.

راپور:خان محمد سیند - کابل
XS
SM
MD
LG