دغه ولسوالۍ که له یوې خوا د اوړي په موسم کې د مشهور شیریخ له امله د ګڼو سیلانیانو کوربه وي، نو له بلې خوا د ژمي له پیل سره سم پهکې د دودیزو ګاڼیو اورونه بلېږي او له ګنیو څخه د جوړېدونکې خالصې ګوړې بازار ګرمېږي.
د ګاڼیو مالکان وايي، که څه هم د اقتصادي ستونزو له امله د تازه ګوړې پلور د تېرو کلونو په پرتله کم شوی، خو کاروبار یې لا هم روان دی.
د «کاموال نامتو» په نوم د یوې ګاڼې مسوول وليخان ناصري ازادي راډیو ته وویل: «له نورو سیمو، کابل او ولایتونو نه مېلمانه راځي، دلته ګوړه جوړوي، کار ښه دی، ډېر بد نه دی، زموږ ګوړه خالص د ګني له شربت جوړېږي، ښه پاک چاپېریال مو ورته جوړ کړی دی، هر څه د خلکو مخامخ کېږي...»
هغه وویل چې سږ کال په دغې ولسوالۍ کې د تازه ګوړې د یوه من بیه له ۵۰۰ تر ۵۵۰ افغانیو پورې ده.
د نوموړي په وینا، اوس مهال په دغې ولسوالۍ کې د ګوړې د جوړولو له ۵۰ تر ۶۰ پورې کارخونې شته چې په هره یوه کې یې لږ تر لږه اووه یا اته کسان په کار بوخت دي.
زموږ ګوړه خالص د ګني له شربت جوړېږي، ښه پاک چاپېریال مو ورته جوړ کړی دی، هر څه د خلکو مخامخ کېږيوليخان ناصري، د «کاموال نامتو» ګاڼې مسوول
ناصري زیاتوي، په ننګرهار کې د ګوړې د جوړولو موسم د نومبر په میاشت کې پیلېږي او د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې دوام کوي.
د ګاڼیو مسوولین وايي، هره ګاڼه په اوسط ډول د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ منو پورې ګوړه تولیدوي چې د ننګرهار په بازارونو کې پلور ته وړاندې کېږي.
فرمایشي ګوړه
یو شمېر هغه کسان چې له نورو سیمو دغې ولسوالۍ ته د تازه ګوړې د پېرلو لپاره ورځي، وايي چې د دوی په وړاندې جوړېدونکې ګوړه له هر ډول ګډولې پاکه وي.
شمسالرحمان چې له کندهاره ننګرهار او بیا کامې ته تللی، وايي هر کال د ګنیو په موسم کې هلته د خپلې کورنۍ لپاره ځانګړې فرمایشي ګوړه جوړوي، هغه چې یو شمېر خلک ورسره بادام، ممپلي، چارمغز، پسته او نورې مغز لرونکې وچې مېوې ګډوي.
هغه وویل: «د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته راغلي یو، دلته ښه د مېلې ځای دی، د ګاڼیو وخت دی، دوی درته ګوړه جوړوي، موږ ورته چارمغز او بادام راوړي، دوی یې راته له ګوړې سره ګډوي او ډېره فرمایشي او پاکه ګوړه ترې جوړېږي.»
د تازه ګوړې یو بل مینهوال صداقت، چې له جلالاباد ښاره دغې ولسوالۍ ته ورغلی، ازادي راډیو ته وویل: «موږ خو هر کال په دې موسم کې راځو، ګوړه جوړوو، د کامې مشهوره ګوړه ده... خلک ډېر کامې ته راځي او بله خبره د کامې د ګوړې ده چې ډېره پاکه ګوړه ده، هېڅ ډول بل څه په کې نه ګډېږي.»
موږ ورته چارمغز او بادام راوړي، دوی یې راته له ګوړې سره ګډوي او ډېره فرمایشي او پاکه ګوړه ترې جوړېږي.شمسالرحمان، له کندهاره کامې ته تللی پېرودونکی
د کامې او په ټوله کې د ننګرهار ګوړه په افغانستان کې ځانګړی شهرت لري او په ځانګړې توګه د ژمي په راتګ سره ډېرې کورنۍ هڅه کوي چې دغه ګوړه وپېري.
د ګوړې یو شمېر سوداګر وايي، د کامې هغه ګوړه چې بېلابېلې مغز لرونکې وچې مېوې ورسره ګډېږي، د ډالۍ په توګه ان تر امریکا او اروپا پورې رسېږي.
تولید او واردات
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په روان ۱۴۰۵ل کال کې په دغه ولایت کې د ګوړې د تولید لپاره ۲۴۴ کارخونې جوړې شوې چې تمه ده نږدې ۱۲ زره مټریک ټنه ګوړه تولید او بازار ته وړاندې کړي.
د طالبانو اړوند رسنۍ، شریعت غږ، پر خپله وېبپاڼه د ننګرهار د کرنې ریاست د ویاند اجمل سبحاني له قوله لیکلي چې سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې به د ننګرهار د ګنیو د رسېدو له موسم سره سم له ګاونډۍ خیبر پښتونخوا څخه هم افغانستان ته د ګوړې واردات پیلېدل او د سیمهییزو سوداګرو په خبره، د دوی د تولیداتو بازار به یې اغېزمناوه.
د ګوړې سوداګر او د ګاڼیو مالکان وايي، سږ کال د تورخم په ګډون د ډیورنډ پر کرښه پرتې د تګ راتګ لارې تړلې دي.
دوی هیله لري چې د ننګرهار، په ځانګړې توګه د کامې ګوړه به ښه بازار ولري، کاروبارونه به یې وغوړېږي او په دغو ګاڼیو کې د بوختو کارګرانو لپاره به هم د ښه عاید زمینه برابره شي.