د کابل د تایمنیو پروژې اوسېدونکی عمر، چې پنځه میاشتې مخکې د پاکستان په پېښور ښار کې له کلونو کډوالۍ وروسته کابل ته ستون شوی، اوس د کراچۍ پر سر سوپ پلوري. هغه ازادي راډیو ته وویل: «د ۱۷۰ یا ۱۸۰ افغانیو خرڅ کړم، څه په کور کې وخوري؟ نور ټول توی کړم.»
عمر وايي، تازه یې پرېکړه کړې وه چې ممپلي وپلوري، ځکه ګرم ممپلي خلک په ژمي کې ښه اخلي، خو د هغه په خبره، د ښاروالۍ کارکوونکي کراچۍ ټولوي: «ما ویل چې لږ ممپلي واچوو، خو چې بهر ووتو، ګورو چې یوه کراچۍ هم نه پرېږدي. بس، کراچۍ حوزې ته وړي او بېرته یې نه راکوي.»
عمر زیاتوي چې غوښتل یې د کراچۍ د درولو ځای بدل کړي او په دې څو ورځو کې بېلابېلو سیمو ته ولاړ.
د هغه په خبره، په ټولو ځایونو کې ورته حالت و: «له ښار نه یې هم ټولې کړې، له کوټه سنګي نه یې هم ټولې کړې، له تایمنیو نه یې هم ټولې کړې. دا خو پنځه سوه یا زر کراچۍ نه دي، په زرګونو کراچۍ دي. دا غریبان به څه خوري؟»
هغه د یوه بل پلورونکي په اړه وویل: «هغه یو سوپپلورونکی چې ډېر بیروبار پرې وي، هغه دننه کوڅې ته ننوتی و، یو پټ غوندې ځای ته ولاړ و، هلته هم ورپسې ولاړل.»
دا خو پنځه سوه یا زر کراچۍ نه دي، په زرګونو کراچۍ دي. دا غریبان به څه خوري؟عمر، په کابل کې د واټونو د سر پلورونکی
د عمر په وینا، د یو شمېر کراچیو خاوندانو ورته ویلي چې که شل ځله یې هم کراچۍ یوړل شي، له دې کاره به لاس وانهخلي، ځکه روزي له همدې کراچیو ګټي: «په دې کې داسې خلک هم شته، قسم په خدای چې وايي، شل ځله هم موږ بوځي، بیا راځو؛ ځکه له همدې کاره خپل کور چلوو.»
د واټونو د سر یو بل پلورونکي ولي محمد، چې یو کال مخکې په ایران کې له درې کلنې کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شوی، ازادي راډیو ته وویل: «ډوډۍ نه لرو چې ویې خورو. دومره فکر نه لري چې زموږ کراچۍ ټولوي؛ دوی به څه کار وکړي او څه به وخوري؟»
دا پلورونکي وايي، کابل ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده تر وروستي سفر (د لړم ۲۶مه - د نومبر ۱۷مه) وروسته پر دوی سختۍ ډېرې شوې دي.
د ښاروالۍ ټاکلي ځایونه
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغو شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالۍ نظر هم واخلي، خو د دې ادارې مسوولینو د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
دې ادارې مخکې د حضوري چمن په ګډون، د واټونو د سر پلورونکو ته بېلابېل ځایونه ټاکلي وو او ویلي یې وو چې دا کار یې د ښاري نظم او د ګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه کړی دی.
ډوډۍ نه لرو چې ویې خورو. دومره فکر نه لري چې زموږ کراچۍ ټولوي؛ دوی به څه کار وکړي او څه به وخوري؟ولي محمد، له ایرانه ستون شوی پلورونکی
پلورونکي بیا وايي، په هغو ځایونو کې چې د خلکو تګ راتګ نه وي، کاروبار یې نه چلېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو مشر په ۲۱مه ګڼه فرمان کې، چې د ۱۴۰۴ل کال د حوت پر درېیمه (د ۲۰۲۶ز کال د فبرورۍ ۲۲مه) یې د واټونو د سر د پلورونکو د تنظیم په اړه صادر کړی، راغلي دي: «ښاروالۍ مکلفې دي چې دوی ته ځانګړي ځایونه وټاکي او د اړتیا پر مهال یې بدل هم کړي، خو داسې چې پلور یې زیانمن نه شي.»
ستانه شوي کډوال او کاروبار
په افغانستان کې ډېری کسان، په ځانګړي ډول هغه چې له پاکستان او ایران څخه ستانه شوي، په لږه پانګه واړه کاروبارونه کوي، چې د کراچیو پر سر د بېلابېلو توکو پلورل هم پهکې شامل دي.
دوی ډېری د خپلو کورنیو سرپرستان دي. مخکې یو شمېر یې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله هڅه کوي، که په ناقانونه او خطرناکو لارو هم وي، بېرته هغو هېوادونو ته ولاړ شي چې هلته ځورول شوي او ترې ایستل شوي وو.
د دوی په خبره، هلته یې لږ تر لږه خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.
ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې له شپږ نیم میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان د لېندۍ پر لومړۍ (د نومبر ۲۲مه) په خپله وېبپاڼه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په حواله لیکلي چې له دې ډلې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان یواځې په ۲۰۲۵ز کال کې ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په خبره، د ستنو شویو دغه لوی شمېر د افغانستان نفوس لس سلنه زیات کړی، چې له امله یې د استوګنې، کارموندنې او عامه خدمتونو پر برخو سخت فشار راغلی دی.
دغې کمېشنرۍ په خپل راپور کې له ګڼو هغو افغانانو سره خبرې کړې چې په ایران یا پاکستان کې یې کار او ښه ژوند درلود، خو خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوي دي.