د پلازمېنې کابل اوسېدونکی، رحیمالله، چې په خبره یې لاس یې مات شوی او د جمهوریت دولتي روغتون ته د درملنې لپاره راغلی، وايي، په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو د نشتوالي له امله اړ دي چې درمل له خصوصي درملتونونو څخه وپېري.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «زما لاس مات شوی دی، راغلی یم چې دلته مې درملنه وشي، په داخل کې یې راته ایکسرې وکړه او راته ویې ویل چې درمل ځان ته واخله، نو اوس راوتلی یم چې دلته درمل واخلم.»
د کابل یوه بل اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او خپل یو زوی یې د درملنې لپاره د کابل صحت طفل روغتون ته راوستی، هم ورته شکایت وکړ.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «زه په بنداژ پسې راوتلی یم، نه یوازې بنداژ، بلکې هر څه په پیسو دي، ان یو سرنج او یو ټابلیټ هم مجبور یو چې له خصوصي درملتونونو یې واخلو.»
د پلازمېنې دغه اوسېدونکي وايي، داسې مهال چې په افغانستان کې بېکاري زیاته ده، په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو نشتوالي دوی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی وايي، د ژمي په پیل سره یې ماشومان ډېر ناروغه کېږي، خو هر کله چې دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي، لازمه مرسته نه ورسره کېږي.
له بده مرغه په دولتي روغتونونو کې امکانات ډېر کم دي، لازم روغتیايي توکي نه لرو او اندېښنه دا ده چې ورځ تر بلې دغه امکانات کمېږي.د کابل په یوه دولتي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص
د کابل د شپاړسمې ناحیې یوه بل اوسېدونکي، محمدالله، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې دولتي روغتونونو ته پاملرنه زیاته کړي.
هغه وویل: «خلک نهایت بېوزله دي، حکومت باید له خلکو سره مرسته وکړي او دولتي روغتونونو ته پام زیات کړي، ځکه خلک نه شي کولای ان ځانونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، نو کله چې ناروغه کېږي، بیا هېڅ ډول امکانات ورسره نه وي.»
که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د کابل په یوه دولتي روغتون کې د داخله ناروغیو یوه متخصص، د نوم د نه خپرېدو په شرط، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امکاناتو د سخت کمښت ستونزه تایید کړه.
هغه وویل چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په دولتي روغتونونو کې امکانات د پخوا په پرتله ډېر کم شوي دي.
«له بده مرغه په دولتي روغتونونو کې امکانات ډېر کم دي او موږ ډېره اړتیا لرو، خو امکانات نشته، لازم روغتیايي توکي نه لرو، دا یوه جدي ستونزه ده او اندېښنه دا ده چې ورځ تر بلې دغه امکانات کمېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد د روغتیايي نظام د خرابېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دغه راز، د افغانستان روغتیايي خدمتونه د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله هم له ستونزو سره مخامخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ز کال په مارچ میاشت کې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوالو مرستو پراخ کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی او د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغه راز، د روغتیايي چارو د همغږۍ ډلې (Health Cluster) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز کال کې د مالي مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
خو د رحیمالله په ګډون د کابل ځینې اوسېدونکي وايي، دولتي روغتونونه د هغو کسانو لپاره د درملنې د هیلې ځای دی چې خصوصي روغتونونو ته د تګ وس نه لري، خو په خبره یې، په دغو روغتونونو کې د درملو او نورو اړینو روغتیايي توکو نشتوالي د درملنې دغه هیله هم کمرنګه کړې ده.
دوی له حکومته غواړي چې لږ تر لږه په دولتي روغتونونو کې دې د ناروغانو د درملنې لپاره لومړني امکانات برابر کړي، څو هغه کسان هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شي چې د درملو د پېرلو وس نه لري.