فرانسې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو اقدامات «جنسیتي اپارټاید» وبلل
فرانسه وايي د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سختدریځي محکوموي او جنسیتي اپارټایډ یې بولي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو پرون په پارلمان کې په دې اړه خبرې کړي. طالبانو لا د فرانسې د دغه لوړپوړي ډپلوماټ څرګندونو ته څه غبرګون نه دیښوولی خو تل یې ټينګار کړی چې د دوی په خبره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي. جزییات د صفي الله ستانکزي په راپور کې