تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۵

له زده‌کړو محرومې نجونې: نه پوهېږو چې څنګه خپل غږ نورو ته ورسوو

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې (د نومبر ۲۵مه) سره هم‌مهاله، یو شمېر نجونې وايي، له زده‌کړو محرومیت یې راتلونکي ته لیدلوری بدل کړی دی. د بشري حقونو بنسټونه دا وضعیت جوړښتی تاوتریخوالی ګڼي. یونسکو او یونیسف وايي، څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي.

په کابل کې یوه زده‌کوونکې، چې له زده‌کړو تر محرومېدو وړاندې په لسم ټولګي کې وه، وايي د خپلو ډېرو همزولو په څېر لا هم ټولګي ته د بېرته ستنېدو هیله لري، خو له اوسني وضعیت شکایت کوي.

هغې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «موږ نور خپلو موخو او هیلو ته د رسېدو هېڅ لاره نه وینو، نه پوهېږو چې څنګه خپل غږ نورو ته ورسوو او ورته ووایو چې موږ هم شته یو، ژوندي یو.»

په افغانستان کې د نجونو لپاره له زده‌کړو محرومیت یوازې ښوونځي او پوهنتون ته په نه تګ پورې محدود نه دی؛ یو شمېر نجونې وايي، دغه وضعیت د دوی پر تحصیلي پلانونو، شخصي انتخابونو او راتلونکي ته پر لیدلوري هم اغېز کړی دی.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه پورې د نجونو پر هر ډول زده‌کړو بندیز دی.

نه پوهېږو چې څنګه خپل غږ نورو ته ورسوو او ورته ووایو چې موږ هم شته یو، ژوندي یو
په کابل کې د لسم ټولګي پخوانۍ زده‌کوونکې

په کابل کې د معالجوي طب یوه پخوانۍ محصله، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې او د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي: «که مې زده‌کړو دوام موندلی وای، نن به د پوهنتون په وروستیو سمسترونو کې وم، نږدې به مې د زده‌کړو دوره بشپړه کړې وه، په خپله تخصصي برخه کې به مې کار کاوه او خپلې ټولنې ته به مې خدمت کاوه؛ خو له بده مرغه زما او د زرګونو نورو نجونو د زده‌کړو بهیر په نیمه لاره کې ودرېد.»

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي.

د دغو دوو بنسټونو د ګډ راپور له مخې، چې د ۲۰۲۶ز کال د نومبر پر ۴مه خپور شو، له ۲۰۲۱ز کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي.

یونسکو خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو د نجونو اوږدمهاله محرومیت نه یوازې د دوی شخصي راتلونکی، بلکې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا وړتیا هم له خطر سره مخامخ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ (Richard Bennett) د بشري حقونو شورا ته په خپل ۲۰۲۴ز کال راپور کې له زده‌کړو د ښځو او نجونو محرومول د دوی پر وړاندې د بنسټیز شوي تبعیض یوه برخه بللې وه.

دا حق د مذاکرې وړ نه دی؛ دا یو اساسي بشري حق دی
هدا جبریان، د یونسکو د بېړنیو زده‌کړو د پروګرام همغږې کوونکې

ازادي راډیو هڅه وکړه چې پر نجونو د زده‌کړو د بندیز د دوام په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر واخلي، خو هغه د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي، چې د نجونو زده‌کړې به د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې تنظیمېږي او ادعا کوي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه تامین دي.

له دې سره، د یونسکو د بېړنیو زده‌کړو د پروګرام همغږې کوونکې هدا جبریان د افغانستان د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر حق ټینګار کوي. هغې د اکتوبر په میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وو: «یونسکو لا هم د ښځو او نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو د حق د بېړني او بې‌قید و شرطه بېرته اعاده کولو غوښتنه کوي. دا حق د مذاکرې وړ نه دی؛ دا یو اساسي بشري حق دی او موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې هېڅ بدیل نه لري.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG