تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۹

د ترافیکي پېښو پټې پایلې؛ په ننګرهار کې یو ځوان له کار او زده‌کړو پاتې دی

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

ترافیکي پېښې په افغانستان کې یوازې ژوند نه اخلي؛ یو شمېر زیانمن کسان کلونه کلونه له معلولیت، بې‌کارۍ او تنګلاسۍ سره مخامخ پاتې کېږي. د ننګرهار ۲۳ کلن عزت‌الله له یوه ټکر وروسته له کار او زده‌کړو پاتې شوی دی.

د هغه په خبره، هغه رکشه چې دی پکې سپور و، د جلال‌اباد ښار په یوه سیمه کې له یوه موټر سره ټکر شوه؛ چپ لاس یې مات شو او روغتون ته تر لېږدولو وروسته عملیات شو، خو لا هم پرې دروند کار نه شي کولی.

عزت‌الله ازادي راډیو ته وویل: «ما په ښار کې جوالي‌ګري کوله، کار ته روان وم چې ترافیکي پېښه رامنځته او لاس مې مات شو. له پېښې وروسته په کور کېناستم. ډاکټرانو راته وویل چې نور درانه کارونه نه شم کولی، اوس په دې لاس له نیم یا یو کیلو څخه ډېر وزن نه شم پورته کولی.»

هغه له پېښې څو میاشتې مخکې له ښوونځي فارغ شوی و، هم یې زده‌کړې کولې او هم یې کار کاوه او په ورځنۍ مزدورۍ به یې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول.

هغه زیاتوي: «زما یوازینۍ هیله او ارمان دا و چې ښې زده‌کړې وکړم. غوښتل مې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې زده‌کړې وکړم او له پوهنتون څخه فارغ شم... په داسې حال کې چې کار مې هم کاوه، په لوړو نمرو فارغ شوم؛ خو له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوه او زما ټول ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل.»

خو له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوه او زما ټول ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
عزت‌الله، د ننګرهار اوسېدونکی

عزت‌الله د یوې نهه کسیزې کورنۍ مشر زوی دی. د هغه په وینا، پلار یې چې تر تقاعد مخکې د نجونو په یوه دولتي لیسه کې ښوونکی و، اوس د تقاعد معاش هم نه ترلاسه کوي.

هغه وايي، له پېښې وروسته یې نه خپل پخواني کار ته دوام ورکولی شو او نه یې د لوړو زده‌کړو فرصت وموند: «له هماغه وخته د لاس د ستونزې له امله هم له کاره پاتې شوم او هم مې په پوهنتون کې د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړ؛ ځکه زده‌کړې لګښتونو ته اړتیا لري. له دې سره سره د کورنۍ نفقه هم پر ما وه. اوس کله له یوه کس او کله له بل کس څخه پور اخلو، ژوند مو همداسې روان دی.»

د معلولینو نامعلوم شمېر

عزت‌الله چې له کومو ستونزو سره مخامخ دی، په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د پراخو پایلو یوه برخه ده.

په افغانستان کې د هغو کسانو کره شمېر نشته چې د ترافیکي پېښو له امله معلول شوي دي؛ خو یو شمېر زیانمن کسان له دایمي معلولیت سره مخامخ کېږي او د کار او د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست مخکې اعلان کړی و چې د ۱۴۰۳ل کال له پیل (د ۲۰۲۴ز کال مارچ) څخه د همدې کال تر جدي میاشتې پورې، په افغانستان کې شاوخوا دوه زره کسان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي او لږ تر لږه ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې ریاست د پالیسۍ او پلان پخواني مدیر عبدالودود خیرخواه مخکې ازادي راډیو ته د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، له ټاکلي حد څخه ډېر سرعت او ناسم مخکې کېدل د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بللي وو.

هغه د سړکونو د وضعیت په اړه ویلي وو، چې سړکونه د هغو معیارونو له مخې نه دي جوړ شوي چې د سړکونو په خوندیتوب کې اساسي رول لري.

ناځواب پوښتنې

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو، عامې روغتیا او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو له رسنیزو دفترونو سره اړیکه ونیوله، خو ځواب یې ورنه کړ.

پوښتنې د ترافیکي پېښو د معلول شویو قربانیانو د ثبت او نغدي مرستو د ترلاسه کولو د شرایطو، وړیا درملنې، فزیوتراپي او بیارغونې خدمتونو ته د لاسرسي، او د کاري فرصتونو او مسلکي زده‌کړو په اړه وې.

دغو وزارتونو مخکې د معلولیت لرونکو او اړمنو خلکو لپاره د نغدي مرستو د ورکړې، مسلکي زده‌کړو، د بیارغونې د خدمتونو د ښه‌والي او کاري فرصتونو د رامنځته کولو خبرې کړې وې.

خو معلومه نه ده چې د ترافیکي پېښو له امله معلول شوي قربانیان تر کومې کچې له دغو پروګرامونو ګټه اخلي.

په کابل کې د «معلولیت محدودیت نه دی» ټولنې مسوول سید صابر وايي، د ترافیکي پېښو قربانیان له پېښې وروسته له جسمي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېږي او د ژوند د دوام لپاره زیاتو مرستو او امکاناتو ته اړتیا لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «د دغو کسانو د ملاتړ لپاره باید د روغتیا او درملنې په برخه کې وړیا خدمتونه، د کاري فرصتونو برابرول، مالي ملاتړ، رواني او ټولنیزې مشورې او د ویلچیرونو او لکړو په څېر د مرستندویه وسایلو وړیا وېش ترسره شي. معلولیت محدودیت نه دی او د ترافیکي پېښو قربانیان باید هېڅکله هېر نه شي.»

معلولیت محدودیت نه دی او د ترافیکي پېښو قربانیان باید هېڅکله هېر نه شي.

عزت‌الله سره له دې ستونزو هیله لري چې د زده‌کړو د دوام، د لاس د درملنې او کار موندلو لپاره مرسته ترلاسه کړي. هغه وايي: «زما یوازینۍ غوښتنه دا ده چې یو څوک یا یوه اداره پیدا شي، له ما سره مالي مرسته وکړي... څو وکولای شم بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، لاس مې تداوي شي او داسې کار پیدا کړم چې د خپلې کورنۍ نفقه پرې وګټم.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG