تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۸

افغان سوداګر په نوي ډیلي کې: د توکو د لېږد لوړ لګښت زموږ سیالي ستونزمنوي

یو شمېر افغان سوداګرو د هند په نوي ډیلي کې په نړیوال سوداګریز نندارتون کې خپل محصولات وړاندې کړي دي. دوی وايي، د توکو د لېږد لوړو لګښتونو د هند په بازار کې د افغان محصولاتو سیالي ستونزمنه کړې ده. د یوه ګډونوال په خبره، افغان سوداګرې ښځې په دې نندارتون کې نشته.

افغان سوداګر حاجي شاه اغا د هند په نوي ډیلي کې د نړیوال سوداګریز نندارتون په یوه څنډه کې، د افغان محصولاتو په یوه غرفه کې، په اردو ژبه پېرېدونکو ته خپل محصولات ورپېژني او هڅه کوي چې هغوی د افغانستان له محصولاتو، په ځانګړي ډول له وچې مېوې سره اشنا کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «موږ له افغانستانه ډېر محصولات راوړي؛ لکه بادام، جلغوزي، سپین شوي بادام، ممیز، زعفران، د بادامو تېل، اینجه، انځر، چهارمغز، کښته او توتان... پېرودونکي راځي او سودا کوي، تر اوسه مو کوم ځانګړی قرارداد نه دی کړی، خو د خپلو محصولاتو یوه برخه مو پلورلې ده.»

شاه اغا وايي، د افغانستان محصولات د هندي پېرودونکو په منځ کې ښه نوم لري او هند د افغانستان د صادراتو لپاره یو مناسب بازار کېدای شي.

خو نوموړی زیاتوي چې د توکو د لېږد لوړ لګښتونه د افغان محصولاتو بیې لوړوي او د هند په بازار کې د افغان سوداګرو د سیالۍ وړتیا کموي.

د هغه په وینا، د هوا له لارې یې د هر کیلوګرام توکو د لېږد لپاره یو ډالر او ۵۵ سنټه کرایه ورکړې ده: «...دا ډېره زیاته ده، که توکي د ځمکې له لارې ولېږدول شي، ارزانه تمامېږي او زموږ خرڅلاو به هم ورسره ښه شي، څومره چې د توکو بیې ټیټې وي، هومره یې پلور ډېرېږي.»

له ۱۱ هېوادونو یو

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغه نندارتون (IITF 2026) په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نندارتون د نومبر په ۱۴مه پیل شوی، د نومبر تر ۲۷مې دوام کوي او افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو له ډلې دی چې پکې غرفې لري.

دې وزارت نندارتون د محصولاتو د معرفي کولو، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو، د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو د جلبولو لپاره یو مناسب ډګر بللی دی.

که توکي د ځمکې له لارې ولېږدول شي، ارزانه تمامېږي او زموږ خرکلاو به هم ورسره ښه شي
حاجي شاه اغا، افغان سوداګر

که څه هم هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره سوداګریزې او دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان محصولات، چې وچه مېوه، غالۍ او بانکي خدمتونه پکې شامل دي، په ۶۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د دوی پلاوي له هندي چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره په لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د نویو بازارونو پر موندلو، د لېږد د لګښتونو پر کمولو، د بانکي ستونزو پر هواري او افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.

تړلې لارې او بندیزونه

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له بندیزونو راولاړو محدودیتونو او نړیوال بانکي نظام او مالي سرچینو ته د لاسرسي ستونزو هم د افغانستان پر سوداګرۍ اغېز کړی دی.

افغانستان چې په وچه کې راګیر هېواد دی، نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر ټرانزیټي لارو تکیه لري.

په تېر څه باندې یوه کال کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا له امله د ګډو لارو بندېدو د پاکستان له لارې هند ته د افغان توکو د لېږد دودیزې لارې له خنډونو سره مخامخ کړې دي.

دغه وضعیت د پاکستان سمندري بندرونو، په ځانګړي ډول د کراچۍ بندر ته د افغان سوداګرو لاسرسی هم ګډوډ کړی او د یو شمېر سوداګرو په خبره، د بدیلو لارو کارولو د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي دي.

سوداګرې ښځې په نندارتون کې نشته

د دغو خنډونو ترڅنګ، په نړیوالو بازارونو او نندارتونونو کې د افغان سوداګرو ښځو د ګډون فرصتونه هم محدود دي.

په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولای خپل تولید شوي محصولات په نړیوال بازار کې په لوړه او مناسبه بیه وپلورو
په کابل کې د غالیو یوه سوداګره ښځه

په نندارتون کې یو افغان ګډونوال، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې افغان سوداګرې ښځې په دغه نندارتون کې حضور نه لري. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې هم د ښځو د ګډون یادونه نه ده شوې.

په کابل کې د غالیو د تولید او صادراتو په برخه کې یوه سوداګره ښځه، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې شته محدودیتونو نړیوالو بازارونو ته د ښځو لاسرسی او د هغوی د محصولاتو د پلور فرصتونه کم کړي دي: «یوه بنسټیزه ستونزه دا ده چې له هېواده بهر په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون له محدودیتونو سره مخ یو. په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولای خپل تولید شوي محصولات په نړیوال بازار کې په لوړه او مناسبه بیه وپلورو، څو مو عاید زیات شي.»

اقتصادي شنونکي وايي، په نړیوالو نندارتونونو کې ګډون د افغان محصولاتو له بازارموندنې او د صادراتو له پراختیا سره مرسته کولای شي، خو د لېږد لوړ لګښتونه، نندارتونونو ته د لاسرسي محدودیتونه، اقتصادي بې‌ثباتي، د بانکي خدمتونو ستونزې او د دوامدارو سوداګریزو پالیسیو نشتوالی لا هم د صادراتو د ودې پر وړاندې خنډونه دي.

د اقتصادي چارو شنونکي محمدبشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل: «که سوداګریزې چارې پر تصادفونو ولاړې وي، د سوداګرو د ګټو وړاندوینه ستونزمنه ده. چانس بېله خبره ده چې کله ناکله برابرېږي، خو موږ باید سم تدابیر ولرو. تر هغو چې افغانستان له انزوا ونه وځي، بانکي لېږدونه ونه لري او په وچه کې د راګیرو هېوادونو له امتیازاتو ګټه وانخلي، د سوداګرو ستونزې به لا زیاتې شي.»

ښاغلي دودیال ټینګار وکړ چې د بازارموندنې فرصتونه په سوداګریزو قراردادونو او دوامدارو صادراتو بدلول، د افغان سوداګرو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو ته اړتیا لري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG