په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د تقاعد معاشونه نه دي ورکړل شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، د ژمي په رارسېدو سره یې ستونزې لا زیاتې شوې دي.
"پنځه کاله کېږي چې د تقاعد معاشونه مو نه دي راکړل شوي. له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. د کورنۍ غړي مې اته تنه دي او په کرايي کور کې ژوند کوو."
دا د یوه افغان متقاعد خبرې دي چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي.
موږ د لرګیو او ډبرو سکرو په څېر د سون توکو د پېرلو وس هم نه لرو
هغه ازادي راډیو ته وویل: "د ژمي سړې ورځې را روانې دي، خو موږ د لرګیو او ډبرو سکرو په څېر د سون توکو د پېرلو وس هم نه لرو. کار او روزګار هم نشته. عمر مې زیات شوی او نور د درنو کارونو د ترسره کولو توان هم نه لرم."
یوه بل متقاعد چې هغه هم نه غوښتل نوم یې خپور شي، له ورته ستونزې سر وټکاوه: "دا څویم ژمی دی چې پر متقاعدینو په ډېرو سختو شرایطو کې تېرېږي. په ډېرو سړو خونو کې له یخنۍ، ناروغیو او زړښت سره شپې او ورځې تېروي."
د دغو دوو متقاعدینو خبرې یوازې د دوی د ستونزمن ژوند کیسه نه ده، بلکې هغه د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د شمېرو له مخې، د شاوخوا ۱۷۰ زره ملکي او پوځي متقاعدینو د ژوند انځور هم وړاندې کوي، چې د ټولنې له تر ټولو زیانګالو قشرونو څخه دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د یوه فرمان له مخې، د متقاعدینو د معاشونو او نورو امتیازاتو د ورکړې موضوع محکمو ته راجع کړه. د راپورونو له مخې، اوس په دې برخه کې یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.
یوه متقاعد د دې محکمې د کار د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: " د تقاعد پروسه شاوخوا نهه میاشتې مخکې پیل شوې او د تقاعد په ریاست کې یې یوه محکمه جوړه شوې ده. د تقاعد ریاست د طرزالعمل له مخې، د تقاعد د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د یوه کس د مستحق ګڼل کېدو یا نه ګڼل کېدو څرنګوالی داسې دی چې لومړی د دولتي کارکوونکي د دندې په ټوله موده کې د هغه له معاش څخه د تقاعد په نوم د ګرځول شویو پیسو مجموعي اندازه محاسبه کېږي. بیا له دې اندازې هغه پیسې منفي کېږي چې دې کس تر اوسه د تقاعد له ریاست څخه ترلاسه کړې دي. که له دې حساب وروسته کومې پیسې پاتې وي، هغه ورته ورکول کېږي؛ خو که هېڅ پیسې پاتې نه وي، د تقاعد د نورو پیسو مستحق نه ګڼل کېږي او رخصتېږي."
د هغه په وینا، ډېری هغه متقاعدین چې مخکې یې د تقاعد په نوم، که څه هم لږې پیسې ترلاسه کړې وي، نور د تقاعد د پیسو مستحق نه ګڼل کېږي.
د افغانستان د متقاعدینو ټولنه هم وايي، هغه کسان چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې ان دوه کاله د تقاعد معاش اخیستی وي، نور د دغو پیسو مستحق نه پېژندل کېږي.
د افغانستان د پخوانیو قوانینو له مخې، هغه کسان چې عمر یې ۶۵ کلونو ته رسېده یا یې ۴۰ کاله دنده ترسره کړې وه، د تقاعد شرایط یې پوره کول.
د تقاعد معاش د متقاعد تر ژونده ورکول کېده او د هغه له مړینې وروسته یې وارثان د تقاعد معاش او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو مستحق ګڼل کېدل.
خو د طالبانو حکومت د کوم مشخص دلیل له وړاندې کولو پرته په افغانستان کې د تقاعد سیستم لغوه کړ.
د طالبانو د مشر د فرمان له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال له لومړۍ میاشتې راهیسې د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد په نوم د پیسو ګرځول هم بند شوي دي.
د دغه فرمان صادرېدو د بشري حقونو د سازمانونو او بنسټونو او همدارنګه د افغان متقاعدینو سخت غبرګونونه راپارولي دي.