د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

ژمی او د متقاعدینو زیاتیدونکې اقتصادي ستونزې؛ تقاعدي یا نه ورکول کېږي یا ډېره کمه ده


د متقاعدینو د یوې اعتراضي غونډې انځور
د متقاعدینو د یوې اعتراضي غونډې انځور

یو شمېر افغان متقاعدین وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوي او نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري. دوی ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې متقاعدینو ته د دوی د حقونو د ورکړې د بهیر د پیل خبر ورکړی، خو د دوی په خبره لا یې حقوق نه دي ترلاسه کړي.

د ختیځ زون د متقاعدینو د شورا غړي او متقاعد جان محمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د طالبانو حکومت پرله‌پسې د تقاعدي حقوقو د ورکړې ژمنې کړي، خو په خبره یې تر اوسه خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.

«د متقاعدینو وضعیت ډېر خراب دي،سختې اقتصادي ستونزې لري، اوس چې ژمی پیل شوی دوی بېچاره ګان نه د خوراک لپاره څه لري او نه هم ګرم لباس، یو شمېر متقاعدینو خپل کورونه وپلورل، اوس نه کور لري او نه اور، دوی اوس مهال له ورځنیو سختو ستونزو سره مخ دی، زه خپله هم متقاعد یم او اوس هم له همدې ډول ستونزو سره مخامخ یم.»

په همدې حال کې یوې متقاعد شوې ښوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، ان د خپلې درملنې پیسې هم نه لري:

«نه تقاعد معلوم دی او نه څوک تقاعد ورکوي، ژمی هم دی، یوه میاشت کیږي چې زه سینه بغل یم، د ژوند ستونزې مو ډېرې دي، تاسو او ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې اوس مهال وضعیت څرنګه دی»
یوه متقاعده ښوونکې

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت شاوخوا لس ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې بهیر د ۳۰ ادارو لپاره په پنځو پړاوونو کې پیل شوی دی.

د مالیې وزارت
د مالیې وزارت


دغه وزارت ویلي د بیلابیلو ادارو شاخوا ۱۲ زره کارکوونکي د تقاعد د حقوقو مستحق پېژندل شوي او ځینو یې خپل حقوق ترلاسه کړي هم دي، خو د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په دې هېواد کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر له یو لک او ۷۰ زرو زیات دی.

د متقاعدینو د ټولنې مسولین وایي، د تقاعد د حقوقو د ورکړې د تطبیق میکانېزم داسې دی چې ډېر متقاعدین عملاً له خپلو حقونو بې‌برخې کېږي.

د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر ازادي راډیو ته وویل:

«دلته ستونزه داده چې د تقاعد د پیسو په نامه چې د برحالۍ پرمهال کومې افغانۍ وضع شوي دي، دوی پوښتنه کوي چې څو کاله دې حقوق ترلاسه کړي، بیا هغه هم جمعه کوي، او اخیستل شوي حقوق د تقاعد له پیسو منفي کوي په دې شکل متقاعدینو ته هیڅ شی نه پاتې کیږي، یوازې لس تر ۲۰ سلنه متقاعدین مستحق پیژندل شوي دوی له دې ورهاخوا چې په جمهوریت کې چا دوه کاله هم حقوق اخسیتي وي هغه مستحق نه پېژندل کیږي.»

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د ۱۴۰۳ کال د قوس په اتلسمه په یو فرمان کې له متقاعدینو غوښتي وو چې د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره محکمو ته عریضه وکړي.

خو متقاعدینو هغه مهال په دې پرېکړه اعتراض وکړ او وې ویل چې دوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته د عریضې کولو اړتیا نه ویني.

سره له دې، د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د روان کال د سنبلې په میاشت کې اعلان کړی و، چې د ملکي او نظامي متقاعدینو د تقاعد حقوق به د منظم مهال‌وېش له مخې، د ځانګړې محکمې او اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د یوه ګډ مرکز له لارې او د پړاوونو تر بشپړېدو وروسته ورکړل شي، خو یو شمېر متقاعدینو چې معاشونه یې ترلاسه کړي، مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، ورکړل شوې پیسې د دوی له اصلي حق څخه کمې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم ناصر د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د تقاعد حقوق د دولت پخوانیو کارکوونکو ته چې عمر یې له ۶۵ کلونو زیات شوی او یا هم ۴۰ کاله خدمت یې کړی وي ورکول کیږي، خو که متقاعد کس وفات شي حقوق یې میرمنې او له هغې وروسته تر ۱۸ کلنې پورې اولادونو ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG