تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۴

افغانستان کې د برېښنا کمښت؛ کورنۍ او کاروبارونه له ستونزو سره مخ دي

ارشیف، د کابل په یوه کور کې د برېښنا د نشتوالي له امله په بطرۍ لګېدلی څراغ
ارشیف، د کابل په یوه کور کې د برېښنا د نشتوالي له امله په بطرۍ لګېدلی څراغ

کله چې د کابل د کورونو څراغونه مړه شي، د ډېرو خلکو کار او ژوند هم له ستونزو سره مخ کېږي.

نازنین چې په کابل کې خیاطي کوي، په پلازمېنه کې د برېښنا د کمښت له امله اړ ده چې د جامو ګنډلو لپاره د خیاطۍ ماشین په لاس وچلوي او د جامو د اوتو کولو لپاره له ګازه کار واخلي.

نازنین ازادي راډیو ته وویل، د برېښنا د منظم جریان نشتوالی نه‌یوازې د خیاطۍ کار ستونزمن کړی، بلکې د کورنۍ ورځني کارونه‌یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي، برېښنا د شپې په داسې ساعتونو کې راځي چې د کورنۍ ټول غړي ویده وي او ورڅخه د کار اخیستو امکان‌یې نه‌وي: "موږ منظمه برېښنا نه‌لرو چې کله راشي، خپل کارونه پرې وکړای شو. زه خیاطي کوم او له لاسي ماشین څخه کار اخلم. برېښنايي ماشین هم لرم، خو برېښنا نه‌شته. اوتو هم په ګاز ګرموم. که تودو اوبو ته اړتیا ولرو، هغه هم باید پر ګاز ګرمې کړو."

د لمریزې برېښنا د وسایلو پېرودل د نازنین له وسه پورته دي.

هغه وايي: "یوازنۍ هیله مې دا ده چې د شپې مې کور روښانه وي او د ورځې هم وکولای شو له لمریزې برېښنا کار واخلو، ان د خیاطۍ لپاره مې هم، خو د پېرودلو وس او پیسې یې نه‌لرو."

د نازنین ستونزه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د ژوند کیسه ده، هغه هېواد چې له کلونو راهیسې د برېښنا له کمښت سره مخ دی او بېلابېل حکومتونه‌یې هم د دې ستونزې په هواري کې نه‌دي بریالي شوي.

ارشیف، هرات کې د یوې افغانې کورنۍ له لوري د سولر نه ګټه اخیستنه
ارشیف، هرات کې د یوې افغانې کورنۍ له لوري د سولر نه ګټه اخیستنه

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په داسې حال کې په کابل کې د انرژۍ د اوونۍ غونډه جوړه کړه چې د کابل او نورو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له کموالي او نشتوالي شکایتونه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په ساعتونو برېښنا نه‌لري او دا په داسې حال کې ده چې هوا سړه شوې او ژمی راروان دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه د نومبر په ۹مه او ۱۰مه «د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶ غونډه» دایره کړه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو، د پانګه‌والو، مالي بنسټونو، د انرژۍ شرکتونو، پراختیايي ادارو، سیمه‌ییزو چارواکو او د ښځو په مشرۍ د سوداګریزو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

د غونډې هدف په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د پانګونې او ګډو همکاریو پراختیا وه.

د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان د انرژۍ ستونزو ته د عملي حل‌لارو، د پانګونې فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان‌جان الکوزي دا غونډه مهمه وبلله او ویې‌ویل چې د جګړو له کبله افغانستان د انرژۍ په شمول په زېربنايي برخو کې ډېر شا ته پاتې شوی دی.

دی وايي، د افغانستان په ښارونو کې هم کافي انرژي نه‌شته او د برېښنا د نشتوالي له کبله په هېواد کې صنعت وده نه‌شي کولای.

د خان‌‍جان الکوزي په وینا، په لویو ښارونو کې یې هم انرژۍ ته ډېره اړتیا ده.
د خان‌‍جان الکوزي په وینا، په لویو ښارونو کې یې هم انرژۍ ته ډېره اړتیا ده.

ده ازادي راډیو ته همداراز وویل: "افغانستان په دې سیمه کې یوازنی هېواد دی چې په کلیو کې خو یې برېښنا بېخي نه‌شته په لویو ښارونو کې یې هم انرژۍ ته ډېره اړتیا ده. په دې غونډه کې د پانګه‌والو او بهرنیانو توجه دې ته وه چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې سرمایه‌ګذاري وشي، که د انرژۍ ستونزه حل شي نو له یوې خوا به د خلکو ستونزې کمې شي او بل طرف ته به د صنعت او زراعت په برخو کې پرمختګونه وشي. دا غونډه ډېره مهمه وه، دنیا هم دې موضوع ته متوجه شوې ده او له همدې کبله دا غونډه وشوه او ښې فیصلې وشوې او وویل شول چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي، نو هیله ده چې دا ژمنې عملي شي."

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي باوري او پرله‌پسې انرژي او برېښنا نه‌لري او په هېواد کې د انرژۍ د عرضې او تقاضا ترمنځ تشه شاوخوا پنځه ګېګا واټه اټکل شوې ده.

د انرژۍ کمښت د روغتیا، زده‌کړو، کرنې او سوداګرۍ برخې اغېزمنې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي، ترهان صالح، په غونډه کې وویل چې د دغه پروګرام دنده د پانګونې لپاره د باور د فضا رامنځته کول، د بنسټونو پیاوړي کول او د پانګونې د خطرونو کمول دي.

هغه زیاته کړه: "موږ بانک نه‌یو، خو مرسته کولای شو چې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د دوامدارې پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شي."

په غونډه کې د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال مالي شرکت، اسلامي پراختیايي بانک، نړیوال بانک، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، اروپايي ټولنې، د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې، کورنیو بانکونو او د انرژۍ شرکتونو استازو ګډون کړی و.

«د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶ غونډه»
«د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶ غونډه»

د غونډې خبرې د کورنیو او بهرنیو مالي سرچینو پر راجلبولو، د نوې کېدونکې انرژۍ د حل‌لارو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ونډې او د ټولنو په مشرۍ د انرژۍ د پروژو پر ملاتړ راڅرخېدې.

د غونډې په څنډه کې د ښځو لپاره د «د ښځو له نظره انرژي» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم جوړه شوې وه چې په‌کې د انرژۍ، مالي سرچینو، مسلکي زده‌کړو او د کارموندنې په برخه کې د ښځو پر لاسرسي خبرې وشوې.

همدارنګه، د خصوصي سکټور په یوه نندارتون کې د انرژۍ کورني شرکتونه، د ښځو په مشرۍ سوداګریز بنسټونه، د نوې کېدونکې انرژۍ وسایل، کورني تولیدات او نوښتګرې طرحې نندارې ته وړاندې شوې.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان نړیوال بانک او د «۷۷ کانسټراکشن ګروپ» ترمنځ په هرات کې د بادي برېښنا د یوې پروژې د پلي کولو لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دې پروژې لومړنی ظرفیت ۴۰ مېګاواټه ټاکل شوی چې د پراختیا په ترڅ کې به ۲۰۰ مېګاواټو ته لوړ شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، دا لومړنۍ پروژه ده چې د دغه پروګرام په ملاتړ د پانګونې د خطرونو د کمولو د اسانتیا له لارې پلې کېږي.

د پروژې مالي ضمانت د افغانستان د پورونو د تضمین بنسټ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، له مالي بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو او پراختیايي ادارو سره د همکاریو له لارې هڅه کوي د پانګونې خطرونه راکم، خصوصي پانګه راجلب او په افغانستان کې د دوامدارې انرژۍ سرچینې پراخې کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG