د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۴

په افغانستان کې د اوبلنو ګازو د بیو لوړېدو خلک ستونزو سره مخ کړي

د ګازو ډبې، کابل ښار
د ګازو ډبې، کابل ښار

په افغانستان کې د اوبلنو ګازو د بیو لوړېدو خلک ستونزو سره مخ کړي. دوی وايي، د کور کار، اخلی پخلی تول په ګازو دی. له نېږدې لس ورځو راهیسې په دغه هیواد کې د تیلو او اوبلنوګازو بیې خورا لوړې شوې دي. جزئیات په راپور کې وارئ:

د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونګې نرګس چې د دوه ماشومانو مور او په خبره یې مېړه یې وزګار په کور پروت دی وايي، د اوبلنو ګازو د بیو لوړېدو سخته اندېښمنه کړې ده.

ګاز ډیر قیمته شوی دی، ډېر مشکلات یې مونږ ته جوړ کړي، نارینه هم په کور دي، کارونه نشته، قیمتي ده.
نرګس، د جلال آباد اوسیدونکې

هغې زیاته کړه: «هر شی نه یې که ورغوو ګازو نه، نه کېږي، ځکه چې ډودۍ پرې پخوو، پخلی پرې کوو، دا اوس هم دېر کم پاتې دی، په همدې فکر کې یو چې څنګه به کوو، الله دې وکړي چې دا مشکل زمونږ حل شي نو ډېر به ښه شي.»

امین الله بیا د پلازمینې کابل د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکی دی، دی چې په يوې دولتي اداره کې کار کوي او په خپل موټر کې کار ځای ته ځي، راځي، وايي تیلو سره به یوه ګذاره وکړي، خپل موټر به نه باسي خو په خبره یې له اوبلنو ګازو پرته ژوند ستونزمن دی: « که چیرې تیل ګران شي نو موټر به ونه چلوو، بهر به یې ونه باسو خو که ګاز ګران شي دا نو ډېره سخته ده، ځکه نن سبا هر څه په ګازو دي، پخواني کورونه هم نه دي چې خلکو به نغری کېښود، لرګي به یې رامات کړل، اوس خو ډېری کسان بلاکونو کې اوسېږي نو هلته چې ګاز نه وي ډېره مشکله ده او د خلکو وسه دې بیوو ته نه رسېږي.»

په افغانستان د تیلو او اوبلنو ګازو بیې له نېږدې لس ورځو راهیسې په مخینې ډول لوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول ټولو لویو او وړو ښارونو ته د تیلو او ګازو لپاره نرخنامې ویشلي.

د دې نرخنامې په اساس په کابل کې د پټرولو بیه ۷۷ افغانۍ، د ډیزلو ۷۳ افغانۍ او د اوبلنوګازو بیه ۶۴ افغانۍ ټاکل شوې.

خو په راپور کې مرکه شویو کسانو ازادي راډیو ته وویل چې اوبلن ګاز اوس کیلو په ۷۰ تر ۷۵ افغانۍ دي داسې مهال چې مخکې ۵۰ تر ۵۵ افغانۍ وو.

څو ورځې مخکې یې بیا بیه ان کیلو ۹۰ افغانیو ته لوړه شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، د تیلو او اوبلنو ګازو د بییو د بېرته راتېټېدو لپاره هڅې روانې دي خو مني چې په سیمه کې د تزینګلتیاوو او جګړو له امله یې واردات کم شوي دي.

د دغه خونې سلاکار خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل: «د ایران تیلو او ګازو ته چې په سرحدونو کې ولاړ وو اسلامي امارت اجازه ورکړه، یو څه یې په بازار هم تاثیر وکړ، یو څه نفتي مواد خپله امارتي شرکتونو درلودل، تیل او ګاز چې هغه یې هم بازار ته راویست هرات او نورو ځایونو کې، خو مشکل دا دی چې د ګازو او تیلو واردات کم شوي دي، ترکمنستان چې زمونږ لوی وارداتي هیواد و اوس ورنه واردات پڅ شوي، ځکه روسیې او مرکزي اسیا ته یې ورکوي، خو بیا هم هڅې راونې دي.»

د نوموړي په خبره ایران او روسیه چې مخکې د افغانستان د اوبلنو ګازو او تیلو لوی تامینوونکي دي په جګړو بوخت دي او په روسیه کې د نفتو یو شمیر زیرمې زیانمنې شوې دي او دمګړۍ افغانستان یواځې له ترکمنستان څخه اوبلن ګاز او نفتي مواد واردوي.

د افغانستان د دولتي نفت او ګازو شرکت د چنکاښ په ۳۱ یې په خپله فیس بوک پانه ولیکل چې په تېرو شپږو ورځو کې د اسلام کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، اقینې او نیمروز بندرونو له لارې یې له ۲۶ زره ټنو زیات اوبلن ګاز وارد کړي او بازر ته یې عرضه کړي چې په ټکو یې د همدې مودې د اټکل شوې اړتیا په پرتله څه باندې ۴ زره ټنه زیات دي.

یاد شرکت ویلي، چې اوبلنو ګازو ته د افغانستان ورځنۍ اړتیا درې زره او ۶۵۸ ټنه ده.

په افغانستان کې چې برښنا هم وارداتي ده او همدا څو ورځې مخکې هم د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکو یې د پرچاویو د زیاتېدو په اړه شکایتونه درلودل د کور کارونه په ځانکړي ډول پخلی تر دیره په اوبلنو ګازو دی چې د بیو په لوړېدو سره یې اوس خلک اندېښمن دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG