د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۹

د اسرائیل د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ نتانیاهو تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې

د اسرائیلو د ټاکنو د مرکزي کمېټې د کارکوونکو له لوري د پارلماني ټاکنو رأی شمېرنه
د اسرائیلو د ټاکنو د مرکزي کمېټې د کارکوونکو له لوري د پارلماني ټاکنو رأی شمېرنه

د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د ډېری رأیو له شمېرلو وروسته، د دغه هېواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

که څه هم دغه ائتلاف ونه‌توانېد چې د اکثریت لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ وګټي، خو پایلې ښيي چې نتانیاهو به لږ تر لږه د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د مؤقت صدراعظم په توګه پر واک پاتې شي.

د اسرائیلو د درېیو لویو ټلوېزیوني شبکو د راپورونو له مخې، د چهارشنبې ورځې «د عقرب د شپږمې» تر سهار پورې د اچول شویو رأیو نږدې ۸۶ سلنه شمېرل شوې وې.

د دغو پایلو له مخې، تمه کېږي چې د نتانیاهو ائتلاف چې ښي اړخي، افراطي ښي اړخي او د بنسټ‌پالو ارتودوکس یهودانو ګوندونه په‌کې شامل دي، د پارلمان ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړي.

په مقابل کې، اټکل کېږي چې د ګادي ایزنکوټ په مشرۍ د مخالفانو ائتلاف به ۴۸ څوکۍ وګټي.

د اسرائیلو د عربو اتباعو استازیتوب کوونکو ګوندونو هم د رأی ورکوونکو د پراخ ګډون په پایله کې په ټولیز ډول ۱۹ څوکۍ ګټلې دي، دا شمېر د دغو ګوندونو لپاره بې‌ساری بلل شوی دی.

په اسرائیل کې د رأی اچونې بهیر
په اسرائیل کې د رأی اچونې بهیر

د رأیو د شمېرلو بهیر لا روان دی او پایلې لا هم بدلېدای شي.

د ایزنکوټ په مشرۍ ائتلاف چې د نتانیاهو مخالف ګوندونه له منځ‌لارو کیڼ اړخو نیولې تر سخت‌دریځو ښي اړخو پورې په‌کې شامل دي، دومره څوکۍ نه‌دي ګټلي لکه څومره چې تر ټاکنو مخکې یې تمه کېده.

نظرپوښتنو د دواړو لورو ترمنځ نږدې سیالي ښودله.

که څه هم د نتانیاهو ائتلاف د اسرائیلو په ۱۲۰ کسیز پارلمان، کنست، کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی، خو مخالفان‌یې هم د هغه د واکمنۍ د پای ته رسولو پر وړاندې له ستونزو سره مخ دي.

مخالفان د حکومت جوړولو لپاره د عربو ګوندونو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري، خو د یهودانو ځیني مشران داسې یوې هوکړې ته زړه نه ښه کوي.

که د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې اوږدې هم شي، نتانیاهو به د نوي حکومت تر جوړېدو یا راتلونکي کال کې د نویو ټاکنو ترسره کېدو پورې د مؤقت صدراعظم په توګه پر خپل مقام پاتې شي.

نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ، د ځايي وخت له مخې د سهار له درېیو بجو وروسته، په بیت‌المقدس کې د خپل لیکود ګوند په ټاکنیز مرکز کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د یوه «پیاوړي، ملي او ښي اړخي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغه د اسرائیلو پر پوځي لاسته راوړنو هم ټینګار وکړ او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ملتیا یې د ایران په ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال مطرح کړ.

نتانیاهو د خپل لیکود ګوند په ټاکنیز مرکز کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د یوه «پیاوړي، ملي او ښي اړخي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.
نتانیاهو د خپل لیکود ګوند په ټاکنیز مرکز کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د یوه «پیاوړي، ملي او ښي اړخي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.

نتانیاهو وویل: "اسرائیل له خپل شریک، ولسمشر ټرمپ، سره یو تاریخي او بې‌ساری فرصت لري، څو د ایران موجودیتي ګواښ یو ځل او د تل لپاره له‌منځه یوسي."

ټرمپ تر دې مخکې د اسرائیلو له رأی ورکوونکو غوښتي و چې نتانیاهو پر واک وساتي، څو دواړو مشرانو ته فرصت ورکړي چې "په ایران کې کار پای ته ورسوي".

هغه ویلي و چې نتانیاهو د ده په ملاتړ «ډېر ښه» کار کړی او په ټاکنو کې د ده ملاتړ د اسرائیلو له صدراعظم سره «ډېره مرسته» کړې ده.

ټرمپ د چهارشنبې په سهار د امریکا په ټکزاس ایالت کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: "کېدای شي بریا وي یا مساوي پایله. په دې قضیه کې مساوي پایله هم یو ډول بریا ګڼل کېدای شي، ځکه دا د شطرنج یوه لویه لوبه ده."

دغه انتخابات په اسرائیلو کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومې نېټې پر دغه هېواد د حماس ډلې له برید وروسته لومړنۍ ټاکنې وې.

په دغه برید کې هغه مهال شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

ټرمپ ویلي و چې نتانیاهو د ده په ملاتړ «ډېر ښه» کار کړی او په ټاکنو کې د ده ملاتړ د اسرائیلو له صدراعظم سره «ډېره مرسته» کړې ده.
ټرمپ ویلي و چې نتانیاهو د ده په ملاتړ «ډېر ښه» کار کړی او په ټاکنو کې د ده ملاتړ د اسرائیلو له صدراعظم سره «ډېره مرسته» کړې ده.

دغه برید په اسرائیلو کې د امنیت احساس ته سخت ټکان ورکړ او په غزه، لبنان او ایران کې د جګړو د پیل لامل شو.

د غزې جګړه چې د دغې سیمې پراخې برخې یې ویجاړې کړې او د راپورونو د سرچینو په وینا، ۷۴ زره فلسطینیان په‌کې ووژل شول، اسرائیل‌یې په نړیواله کچه لا ډېر منزوي کړی دی.

نړیوالې جزایي محکمې د نتانیاهو د نیول کېدو حکم صادر کړی دی.

نوموړی چې په جنګي جرمونو تورن شوی، دا تور بې‌بنسټه بولي.

هغه چې په اسرائیلو کې هم د فساد په قضیو کې تورن دی، دغه قضیې د واکمنو تشکیلاتو له‌خوا د ده پر ضد توطئه ګڼي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG