د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۰

د پولیو واکسین ننګونې؛ د افغانستان لیرې پرتو سیمو کې ماشومان له واکسینه پاتې کېږي

ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین

په داسې حال کې چې په افغانستان کې سږکال د پولیو پېښې زیاتې شوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي هر ماشوم حق لري چې روغ رمټ لوی شي او د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي وي.

یونیسف د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۵» په خپله اېکس‌‎پاڼه لیکلي چې دا ټولنه د «روټري» نړیوال سازمان په ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي، څو ټولنې له دې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

خو په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو په وړاندې یوه ستونزه دا ده چې په ټولنو کې اکثره وختونه د واکسینونو کمپاینونه په بشپړ ډول نه‌تطبیق کېږي.

راشد انوري چې په افغانستان کې ماشومانو ته د واکسینونو د ورکولو ۱۴ کلنه تجربه لري، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ته په دې هېواد کې د کمپاینونو په وړاندې د ننګونو په ترڅ کې د ورته ستونزې یادونه کړې او ویلي یې دي چې خرابه هوا، اوږده واټنونه او د واکسین د کمپاینونو فزیکي ستونزې هغه خنډونه دي چې اکثره لیرې پرتو سیمو ته د واکسیناتورانو رسېدل ستونزمنوي.

ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین

د «ډبلیو اېچ او» د سې شنبې د ورځې د راپور له مخې انوري چې له کلونو راهیسې په یوه سیمه کې د واکسیناتور په توګه کار کوي، وايي بله ستونزه دا ده چې د واکسینو په اړه د کورنیو اندېښنې باید درک شي او هغوی ته قناعت ورکړل شي چې واکسین‌یې ماشوم ته ډېر مهم دی او دا کار له هغوی سره د اړیکو له لارې کېدای شي.

د نوموړي په خبره دا هم مهمه ده چې په یوه ټولنه کې باید هغه ماشومان وپېژندل شي او واکسین شي چې د واکسین په مخکېنیو کمپاینونو کې ترې پاتې شوي دي.

په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاینونه تل له ستونزو سره مخ و.

په تېر جمهوريت کې ډېر ځلې لیدل شوي چې په ډېرو ناکرارو او د حکومت تر کنټروله وتلو سیمو کې دغه کمپاینونه نه‌دي تطبیق شوي او په هغو سیمو کې چې وسله‌والو طالبانو هم ورته اجازه ورکړې، د بشپړ تطبیق په وړاندې ېې ستونزې رامنځته شوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د پولیو د واکسین د بشپړ تطبیق په وړاندې بیا بله مهمه ستونزه دا ده چې هغه کور په کور نه، بلکې په جوماتونو یا نورو ځایونو کې تطبیق کېږي چې اکثره ماشومان ترې پاتې کېږي.

ارشیف، په یوه استوګنیزه سیمه کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ارشیف، په یوه استوګنیزه سیمه کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین

یوه مدني فعال چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې ماشوم پر پولیو یا ګوزڼ اخته نه‌شي، باید د واکسین د کمپاینونو په وړاندې یې ټول خنډونه لیرې شي: "د پولیو د واکسین په وړاندې ممانعت دا خطر رامنځته کوي چې ویروس ټولنیز بهیر ته داخل شي او خپور شي او ډېر ماشومان پر ویروس یا د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شي."

ښاغلی انوري وایي، د ټولنې مشران او دیني عالمان هم مهم رول لري چې کورنۍ وهڅوي خپل ماشومان واکسین کړي.

د هغه په خبره ډېر ځلې یې لیدلي چې د سیمې خلک د ټولنې د مشرانو او دیني عالمانو خبرو ته غوږ نیسي او د هغوی نظرونه او ملاتړ کولای شي د پولیو د واکسین په اړه د خلکو منلو او لېوالتیا په زیاتولو کې مرسته وکړي.

یوه دیني عالم چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي څه موده مخکې ازادي راډیو ته د واکسین په اړه د دیني عالمانو رول مهم وباله او ویې‌ویل: "د اسلام مبین دین، مفتیان او د دیني عالمانو فتواوې واکسین د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره یو مهم مورد ګڼي او هغه هم د دې لپاره چې یوه معلوله او معیوبه ټولنه ونه‌لرو، ښه به دا دوي چې د اسلام دین اصل ته توجه وشي."

د یونیسیف، له پولیو خلاص افغانستان بنسټ او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د پولیو په وړاندې د مبارزې اکثره نړیوال بنسټونه او ټولنې له کلونو راهیسې هڅې کوي چې د پولیو ټغر یو مخ له افغانستان څخه ټول کړي، خو د دغو هڅو سره سره سږکال د پولیو پېښې د تېر کال پرتله ډېرې زیاتې شوې دي.

ارشیف، د افغانستان په هرات ولایت کې د پولیو واکسین کور په کور کمپاین
ارشیف، د افغانستان په هرات ولایت کې د پولیو واکسین کور په کور کمپاین

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د پولیو د شپږو نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

دغه نوې پېښې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

له دغو نویو پېښو سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته ورسېد.

له پاکستان او ایران څخه په پراخه پیمانه د افغانانو بېرته ستنېدو هم په ټولنو کې د پولیو د ویروس د خپرېدو خطر زیات کړی دی.

د روغتیا پالانو په وینا دې ته په پام سره چې د اکثره نویو ستنو شویو کورنیو ماشومان په منظم ډول د پولیو په وړاندې نه‌دي واکسین شوي، په ټولنو کې د پولیو د خپراوي خطر زیاتوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطحه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په‌کې تر اوسه له‌منځه نه‌دی وړل شوی.

پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغي ده چې یوازې واکسین‌یې مخه نیولی شي او که چېرې ماشوم پرې اخته شي، نو د تل لپاره فلج کېږي او ان د مرګ خطر یې هم شته.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG