د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

د پولیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله دوه چنده شوې دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

نن د اکټوبر ۲۴مه د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم پولیو پکې نه ده محوه شوې.

عایشه هغه مور ده چې کوچنۍ لور یې لېمه په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوې ده. هغه وايي، لیمې ته په ماشومتوب کې په وخت د پولیو واکسین نه دي شوي.

عایشې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،"ډیر په عذاب یو، له خدایه غواړم چې ژر ښه شي او خپله وکولی شي ډوډۍ وخوري او تشناب ته لاړه شي".

ډیر په عذاب یو، له خدایه غواړم چې ژر ښه شي او خپله وکولی شي ډوډۍ وخوري او تشناب ته لاړه شي.
عایشه، د پولیو قرباني ماشومې مور

پولیو هغه ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسینو څاڅکې يې مخه نیولی شی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمیر د تیر پرتله دوه چنده زیاتوالی ښیۍ.

تیرکال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د دغه پروګرام د تازه راپور له مخې، په تیره یوه اوونۍ کې په کندهار، کابل او ننګرهار ولایتونو کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتیږي.

ملګري ملتونه وايي، د پولیو تر ټولو ډیرې پېښې د افغانستان په جنوبي او شرقي ولایتونو، هلمند، کندهار او ننګرهار کې ثبت شوې دي.

خو ولې دا پېښې په افغانستان کې زیاتې شوي دي په اړه یې د ماشومانو د داخلې متخصص ډاکتر محمد عارف احساس وايي، "د دې ناروغۍ د خپرېدو یو له اصلي لاملونو د پسرلي او مني په کمپاینونو کې په وخت ماشومانو ته د واکسین نه ورکول دي، همدارنګه د عمومي واکسیناسیون د هغو پنځو پړاوونو له پامه غورځول دي چې په ترڅ کې یې ماشومانو ته د پولیو (ګوزڼ) واکسین هم ورکول کېږي. دویم لامل دا دی چې ځینې کورنۍ روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو ته لاسرسی نه لري، خو یو مهم او بنسټیز لامل په واکسینونو باندې د باور نشتوالی دی؛ په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې ډېری کورنۍ د واکسین کولو په اهمیت باور نه لري."

د ډاکتر احساس په خبره، کله چې د پولیو ویروس د ماشوم بدن ته داخل شي، عضلات یې فلجوي او دغه عضلې ورځ په ورځ وړیږي او په پایله کې يې معلولیت رامنځته شي.

طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو واکسینو کور په کور کمپاین بند کړ، او له کورنیو يې وغوښتل چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د واکسین لپاره یوسي. د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د خوړو نړیوال پروګرام د دغه بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړه. اوچا خبرداری ورکړی چې د افغانستان په جنوبي او شرقي ولایتونو کې باید د پولیو ناروغۍ د ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG