د ماشومې مور ادعا کوي چې د خپلې مشرې لور ژوند ته د ورپېښو ګواښونو له امله اړ شوې وه چې خپله درې کلنه لور د هغې خسرګنۍ ته په نکاح ورکړي، خو د دې په وینا، له دې پرېکړې سره سره یې مشره لور وروسته ووژل شوه.
دغې مور چې د خپلې کورنۍ د وضعیت په اړه یې خبرې کولې، ازادۍ راډیو ته وویل: «له موږ سره ظلم شوی دی. دې خلکو ویل چې تاسو به خامخا دا نجلۍ موږ ته راکوئ. که یې را نه کړئ، خپله واده شوې لور به مو ژوندۍ ونه وینئ. له همدې امله مو خپله دا وړه لور د بلې لور د ژغورلو لپاره یوه سپین ږیري ته ورکړه، ګنې هېڅوک سپین ږیري ته خپله لور نه ورکوي. ما دا کار د خپلې واده شوې لور د ژوند د ژغورلو لپاره وکړ.»
له همدې امله مو خپله دا وړه لور د بلې لور د ژغورلو لپاره یوه سپین ږیري ته ورکړه، ګنې هېڅوک سپین ږیري ته خپله لور نه ورکوي.د درې کلنې ماشومې مور
د بلوچستان د چمن د دغې کورنۍ کیسه وروسته له هغې رسنیزه شوه چې د دې ښځې ۱۳ کلنه لور، شکریه بي بي، د کوټې په کچلاک سیمه کې ووژل شوه.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکریه بي بي په کم عمر کې واده شوې وه او له خپل مېړه سره یې د کورني تاوتریخوالي ستونزې لرلې.
د هغې له وژل کېدو وروسته، د کورنۍ د درې کلنې بلې لور د نکاح موضوع هم راپورته شوه.
د راپورونو له مخې، د ماشومې پلار ویلي وو چې د بېوزلۍ او د خپلې مشرې لور د خسرګنۍ د فشار له امله یې د خپلې وړې لور نکاح ته غاړه ایښې وه.
د پېښې له رسنیز کېدو وروسته، د بلوچستان اعلی وزیر د موضوع د څېړلو لارښوونه وکړه او پولیسو د ماشومې پلار ونیو.
دې پېښې یو ځل بیا په بلوچستان کې د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره د شته قوانینو د عملي کېدو او د ماشومانو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
په پېښور کې مدني فعاله او د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي په برخه کې د یوې ادارې مشره نسیم ریاض وايي، په کم عمر کې ودونه د نجونو پر زده کړو، روغتیا، رواني وضعیت او راتلونکي ناوړه اغېزې لري.
نوموړې ازادۍ راډیو ته وویل: «د کم عمرۍ ودونه ډېرې ناوړه پایلې لري. یوه پایله یې دا ده چې د نجونو زده کړې نیمګړې پاتې کېږي. کله چې یوه نجلۍ واده شي، د خسرګنۍ تمې او غوښتنې ترې ډېرې وي. په داسې حال کې چې هغه لا د لوبو او زده کړو عمر لري، پر اوږو یې درانه مسوولیتونه ور اچول کېږي او خپل صحت او نورې اړتیاوې هېرولو ته اړ کېږي.
د دې ترڅنګ، د هغې پر رواني روغتیا هم اغېز کېږي. که په کم عمر کې اولادونه پیدا شي، د هغوی پالنه او روزنه هم ستونزمنه وي. په دې توګه، یوه نجلۍ د ژوند له بېلابېلو اړخونو زیان ویني.
ما خپله هم دا ډول شرایط تجربه کړي دي. له همدې امله مې یوه اداره جوړه کړه، څو خلکو ته د کم عمرۍ ودونو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړم.»
د ښځو د حقونو فعالانې وايي، د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره یوازې د قانون شتون بسنه نه کوي، بلکې د دغو ودونو د زیانونو په اړه د کورنیو پوهاوی هم اړین دی.
دوی بېوزلي، زده کړو ته د نجونو محدود لاسرسی، ځینې دودونه او د کورنۍ د مشرانو له خوا د نجونو د ژوند په اړه پرېکړې د کمعمرۍ ودونو له مهمو لاملونو بولي.
خو د دوی په وینا، دغه ستونزې د ماشومانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره د توجیه وړ نه دي. د پاکستان د احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې د معلوماتو له مخې، په بلوچستان کې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو ۱۲ سلنه واده کړي وو.
په دغې عمرې ډلې کې د واده شویو نجونو کچه ۱۶ اعشاریه ۵ سلنه او د هلکانو ۹ سلنه ښودل شوې وه. همدارنګه، د پاکستان د نفوسو او روغتیا د ملي سروې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې او ۳ اعشاریه ۶ سلنه تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې وې.
خو دا د پخوانیو سروې ګانو شمېرې دي او د اوسني وضعیت د معلومولو لپاره تازه معلوماتو ته اړتیا ده. په اسلاماباد کې د جنسیتي مطالعاتو یوه محصله پروین، چې د بلوچستان د قلعه سیف الله اوسېدونکې ده، وايي، د هغې د ژوند په اړه هم د کورنۍ مشرانو له کم عمرۍ پرېکړه کړې وه.
نوموړې ازادۍ راډیو ته وویل، د لویېدو پر مهال ورته دا منل ستونزمن وو چې له داسې چا سره ژوند وکړي چې خپله یې نه و غوره کړی.
پروین وايي، که څه هم اوس له خپل مېړه سره له ګډ ژوند څخه خوښه ده، خو د ټولو نجونو تجربې یو شان نه وي او د واده په اړه پرېکړه باید د نجلۍ د پوهاوي او رضایت پر بنسټ وشي.
هغې وویل:«کله چې زه پیدا شوې وم، مور، پلار او د کورنۍ مشرانو مې زما د ژوند په اړه له مخکې پرېکړه کړې وه. زموږ په ټولنه کې چې یوه نجلۍ پیدا شي، داسې فکر کېږي چې یا به د کور وي او یا به د ګور. زما په اړه هم له ډېر پخوا پرېکړه شوې وه. کله چې لویه شوم، راته ډېره ګرانه وه چې له داسې یوه کس سره ژوند تېر کړم چې ما خپله نه و ټاکلی.
یوه نجلۍ چې پوهنتون یا کالج ته ځي، د ژوند په اړه خپل نظر او احساسات پیدا کوي. له همدې امله، له داسې چا سره ژوند کول چې مور او پلار یا ټولنې ورته ټاکلی وي، د هرې نجلۍ لپاره اسانه نه وي. په داسې اړیکو کې کله ناکله کورنی تاوتریخوالی هم رامنځته کېږي او د نجلۍ ژوند له ستونزو سره مخ کېږي.»
بلوچستان په ۲۰۲۵ کال کې د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
د دغه قانون له مخې، تر ټاکلي عمر مخکې ودونه منع دي او د قانون د سرغړونې، د دغو ودونو د برابرولو او ورته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره سزاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي، د قانون ترڅنګ د هغه عملي کېدل هم مهم دي. دوی ټینګار کوي چې د ماشومانو د ساتنې ادارې، پولیس، د نکاح ثبتوونکي او ښوونځي باید د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د فعالانو په باور، د دغو ودونو د مخنیوي لپاره د قوانینو عملي کول، زده کړو ته د نجونو لاسرسی او د کورنیو پوهاوی باید په ګډه پیاوړي شي.