د جرمني په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې د شنبې په ورځ سلګونو کسانو د پناه غوښتونکو د ایستلو او له ایستلو مخکې د هغوی د توقیفولو پر ضد مظاهرې وکړې. د دغو مظاهرو تنظیمونکي وایي هغه کسان چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د پناه اخیستو مستحق دي او باید له دې هیواده ونه ایستل شي. جرمني په دې وروستیو کې په چارټر الوتنو کې په لسګونو هغه افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې استولي چې د جرمني د حکومت په وینا د پناه غوښتنې یې رد شوې یا یې درانه جرمونه ترسره کړي دي. اکثره دغه ځانګړې الوتنې د جرمني د لایپزیګ له هوايي ډګره چې د دغو مظاهرو په لړکې د شنبې په ورځ په لسګونو کسان د اعتراض لپاره پکې راټول شوي وو، ترسره شوې دي. په دې هوایي ډګرکې د مظاهره چیانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ اټکل شوی دی.
دا د خواشینۍ وړ ده چې د جرمني حکومت دغه حق تر پښو لاندې کوي او د پناه غوښتونکو د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي
د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې د مظاهرو د تنظیموونکي ائتلاف یوې ویاندې وویل: "موږ د پناه غوښتونکو د ایستلو د سمدستي بندېدو غوښتنه کوو، ځکه هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي، د پناه غوښتنې حق لري."
دغې ویاندې چې نوم یې په راپورکې ندی په ډاګه شوی زیاته کړه چې دا د خواشینۍ وړ ده چې د جرمني حکومت دغه حق تر پښو لاندې کوي او د پناه غوښتونکو د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي. د جرمني حکومت له هیواده د افغانانو د ایستلو د بهیر د ګړندي کیدو لپاره په دې وروستیو کې د طالبانو څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې چې په دې هیواد کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو استازولیو کې ځای پرځای شي او د دوی په خبره د ډیپورټ اړوند چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د راپورونو له مخې جرمني د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې د افغانانو د ایستلو بهیریې بیا پیل کړې تراوسه نژدې ۳۰۰ کسان افغانستان ته استولي چې اکثریت یې په درنو جرمونو کې ښکیل بلل شوي خو په تیره جولای میاشت کې د ایستل شویو کسانو په ډله کې یوکس چې د پناه غوښتنه یې ردشوې وه، هم شامل وو.
تیره میاشت د جرمني رسنیو راپور ورکړچې د جرمني حکومت په پام کې لري چې نژدې راتلونکې کې ۴۸۸ نور افغانان چې پولیسو ته د اخراج لپاره ور پیژندل شوي، هم له دې هېواده وباسي. په دوی کې ۲۶۷ يې هغه کسان دي چې جرمي سابقې یا دوسیې نه لري.
یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته جرمني ته تللي، وایي چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له رد کېدو وروسته دې ته اندیښنه لري چې که د جرمني د حکومت نوې تګلاره عملي شي، نو ښایي دوی هم د هغو کسانو ترڅنګ چې جرمونه یې ترسره کړي، افغانستان ته واستول شي.
په جرمني کې میشت نصرت څه موده مخکې ازادي راډيو ته خپله اندیښنه داسې څرګنده کړه: "د ایستلو د پېښو زیاتېدو موږ له سخت تشویش او فشار سره مخ کړي یو، د ټولو وضعیت ډېر خراب دی، هر څوک اندېښمن دی، ځینې کسان آن له خپلو کورونو نه راوځي، ځکه ویره لري چې ښايي ونیول شي."
پرلایپزیګ سربیره د جرمني نور اکثره هوایي ډګرونه د دغو اعتراضونو شاهد وو. د مونشن هوايي ډګر ته څېرمه له ۷۰۰ زیاتو کسانو په مظاهره کې ګډون کړی و. په فرانکفورټ کې ۳۰۰ او د برلین ـ براندنبورګ په هوايي ډګر کې شاوخوا ۱۵۰ تنه اټکل شوي دي. د کولن ـ بون او دوسلدورف په هوايي ډګرونو کې بیا پولیسو ویلي چې په هر یوه کې شاوخوا ۵۰ کسانو مظاهرې کړې دي.
خو "موږ به یوموټی شو" په نوم د دغو مظاهرو تنظیموونکې شبکې د ګډونوالو شمېر تر دې لوړ ښودلی او ویلي یې دي چې د بېلابېلو ډلو په اعتراضونو کې څو زره کسانو برخه اخیستې وه. دغې شبکې چې له سیمه ییزو تنظیموونکو سره یې په ګډه د دغو مظاهرو غوښتنه کړې وه، ویلي چې په فرانکفورټ کې اعتراضونه د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د یوه ځانګړي ترمینل د جوړولو پر ضد هم وو. د دغې شبکې یوې ویاندې وویل، هغه پیسې چې د پناه غوښتونکو پر ایستلو لګول کېږي، باید پر ځای یې په ټولنه کې د کډوالو د ادغام او ځای پر ځای کېدو پر پروګرامونو ولګول شي.
موږ د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د ټولو اړوندو تاسیساتو له جوړولو سره مخالفت کوو
هغې وویل: "موږ د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د ټولو اړوندو تاسیساتو له جوړولو سره مخالفت کوو او د ټولو انسانانو لپاره د تګ راتګ د ازادۍ غوښتنه کوو."
له جرمني څخه د پناه غوښتونکو او نورو بهرنیو وګړو د ایستلو لړۍ یوازې په افغانانو پورې محدوده نه ده، بلکې د سوریې، ترکیې، عراق، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو وګړي هم پکې شامل دي.
د جرمني د حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترکیې ۱۵۶۵، د ګرجستان ۶۰۵، د الجزایر ۵۳۷، د سوریې ۴۹۵ او د افغانستان ۴۷۸ وګړي له جرمني ایستل شوي دي.
دغه کسان یا مستقیم خپلو هیوادونو یا هم د ډوبلین د مقرراتو له مخې نورو اروپایي هیوادونو ته چې دوی ورڅخه جرمني ته ورغلي، استول شوي دي.