د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۵

له جرمني د «ناقانونه افغان» کډوالو د ایستلو غوښتنې زیاتې شوي

د افغان کډوالو د ډيپورټ یو انځور
د افغان کډوالو د ډيپورټ یو انځور

د جرمني لپاره بدیل ګوند «AfD» یوې غړې افغانستان ته د هغو افغان کډوالو په چټک استولو ټینګار کړی چې په جرمونو کې ښکېل دي یا یې دوسیې رد شوي.

د دغه ګوند د پارلماني ډلې مرستیالې بتریکس وون ستورخ په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي : « که د جرمني پوځ د پوځي الوتکو په واسطه له افغانستانه «سیمه ییز همکاران» را ایستلی شي، نو کولای شي چې «ناقانونه» خلک او مجرمین بېرته هم په الوتکو کې وباسي.»

دا د جرمني لپاره یو عملي ضرورت دی او که د سمندر له لارې د دغو خلکو انتقال چټک او ارزانه وي سمندري ځواکونه باید دا کار وکړي
د جرمني لپاره د بدیل ګوند آ اف دې ګوند د پارلماني ډلې مرستیاله بتریکس وون ستورخ

د جرمني دا ګوند چې په ښي اړخي افراطي او د کډوالو ضد تګلارو مشهوره دی په وروستیو کې د جرمني په زاکسن – آنهالت ایالت کې ټاکنې ګټلې دي.

افغان رسنیز فعال او د جرمني د نیده‌کاسل د ادغام ښاري شورا غړي خوشال آصفي له ازادي راډیو سره په مرکه کې پر افغان کډوالو د فشار د زیاتېدو خبره وکړه:

« دا خو یوه طبیعي خبره ده هر هغه مخالف ګوند چې په هر هېواد کې رایه زیاتیږي په طبیعي ډول باندې پر حکومت فشار راځي او حکومت هڅه کوي چې د مخالف ګوند محبوبیت کم او رایه یې ټيټه کړي نو باید کوټلي ګامونه پورته کړي. آلمان نه یواځې اوس دا کار پیل کړی بلکې د نوي حکومت د کار له پیله تر اوسه پورې درې – څلور پروازه مستقیم افغانستان ته شوي. او دوی دا لړۍ چټکه کړې ده. د سلو نه یې زیات افغانانو وایستل په تېرو څو میاشتو کې.»

د ښاغلي آصفي په خبره د بدیل ګوند فشارونو او د حکومت وروستیو تګلارو چې د افغان کډوالو په برخه کې یې غوره کړي ان هغه هم افغانان هم په اندېښنه کړي چې په قانوني توګه هلته اوسیږي.

د جرمني اییتلافي حکومت چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې جوړ شو تر دې دمه یې لږ تر لږه ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.

وروستی وار شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۲۲ تنه افغانان چې ټول یې نارینه او مجرمین و په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته واستول.

د جرمني «ډي‌پي‌اې» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه افغانان چې د جرمني له ټولو ۱۲ فدرالي ایالتونو څخه ډیپورټ ته برابر شوي و، د قتل، غلا او په قصدي ډول د اور اچونې په ګډون د جدي جرمونو مجرمین پېژندل شوي و.

برلین د همدې وږي میاشتې په پیل ورځو یا (اګست ۲۹مه) تایید کړه چې د طالبانو یوې درې کسیزې تخنیکې ډلې ته‌یې په مؤقت ډول دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړې چې په جرمني کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې د دغه بهیر د اداري چارو په ګړندي کولو کې مرسته وکړي.

د پناه ملاتړ «پرو ازیل» په نوم یوه سازمان د جرمني د پارلمان په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په جرمني کې شاوخوا ۱۳ زره افغانان تثبیت شوي و چې له دې هېواده باید ووځي.

سره له ده چې جرمن چارواکي د مجرمو افغانانو او هغو چې دوسیې رد شوي د ایستلو بهیر چټک کړی خو اخوا د هغو افغانانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی چې په جرمني کې یې د کډوالۍ غوښتنې منل شوي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتونکو د فدرال ادارې د شمېرو په اساس سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۹زرو کسانو د پناه غوښتنې کړي چې څه باندې ۴۷ فیصدو ته یې پناه ورکړل شوې او دوسیې یې منل شوي.

د نورو هېوادونو د کډوالو په منځ کې افغان کډوال د منل شویو دوسیو له پلوه په سر کې دي داسې چې د ۸۹ فیصدو افغان کورنیو او افغان ښځو د پناه غوښتنې منل شوي.

د جرمني له خوا د دغو افغانانو د منل کېدو یو لوی دلیل د اروپا د عدالت محکمې د ۲۰۲۴ کال پرېکړه ده. محکمې هغه وخت حکم کړی و چې اروپا ته په رسېدو باید د افغان ښځو د پناه غوښتنې ومنل شي «ځکه په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له خوا د جنسیت په اساس د تبعیض له خطر سره مخ دي.»

د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې ویلي چې د یادې محکمې له پریکړې راهیسې یې یواځې درې جرمي شکایتونه ثبت کړي ځکه د پناه غوښتنې د پروسې پر مهال غلط او ناتکمیله معلومات وړاندې شوي وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG