د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

بلوچستان کې د یوې ښځې په ګډون د ۱۰تنه وسله‌ والو د وژل کېدلو ادعا شوي

 ګوادر بندر پاکستان؛ انځور له ارشیف څخه
ګوادر بندر پاکستان؛ انځور له ارشیف څخه

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون لس وسله‌وال وژلي او د بریدونو پر مهال یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې وسله‌والو د پنجشنبې په ورځ د ګوادر ښار او له ایران سره پر پوله د ګبد په سیمه کې د بریدونو هڅې کړې وې.

د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې عملیات کړي چې پر مهال یې د یوې ښځې په ګډون لس وسله‌وال وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې د بریدونو پر مهال یو ملکي وګړی وژل شوی او ځینو موټرو ته زیان اوښتی، خو پاکستاني امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دغه بریدونه په بهرني ملاتړ ترسره شوي دي، خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي. د ګوادر لوړپوړو دولتي سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې لږ تر لږه پر درېیو بېلابېلو ځایونو وسله‌وال بریدونه شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، بریدونه د پوځي ساختماني شرکت، فرنټیر ورکس ارګنایزېشن (FWO)، پر یوه کمپ، د سُنتسر د پولیسو پر یوې پوستې او د پاکستان او ایران ترمنځ د ګبد ـ ریمدان پولې پر ۲۵۰مه سرحدي نقطه شوي دي.

یوه لوړپوړي دولتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر او دوو یا درېیو ملګرو یې د ساختماني شرکت کمپ ته له ننوتلو وروسته ډزې پیل کړې.

د نوموړي په وینا، په کمپ کې محدود شمېر کارکوونکي موجود وو، خو په دغه برید کې ډېر ځاني زیان نه دی اوښتی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ویلي چې امنیتي ځواکونو په ګوادر کې د یوه ساختماني شرکت پر تش کمپ برید شنډ کړی او درې وسله‌وال یې وژلي دي.

د هغه څرګندونې د پنجشنبې د ورځې د لومړنیو عملیاتو په اړه وې، خو د پوځ د جمعې ورځې په اعلامیه کې د وژل شویو وسله‌والو شمېر لس ښودل شوی دی.

د ګوادر یوې بلې دولتي سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي چې له ایران سره پر پوله د ګبد ـ ریمدان په ۲۵۰مې سرحدي نقطه کې د وسله‌والو بریدونو پر مهال درې موټرچلوونکي ټپیان شوي او له درېیو تر څلورو پورې باروړونکو موټرو ته اور اچول شوی دی.

د دغو ټپیانو او سوځول شویو موټرو شمېر لا په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.د ګوادر یو سیمه‌ییز خبریال ازادۍ راډیو ته وویل چې د ساختماني شرکت د کمپ له لوري یې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدلی دی. د نوموړي په وینا، د چاودنې غږ دومره زورور و چې له سیمې لرې د ځینو کورونو ښیښې هم ماتې شوې دي.

یوه بل سیمه‌ییز اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل:«لومړی یوه ډېره زوروره چاودنه وشوه او له هغې وروسته د کوچنیو چاودنو ترڅنګ د ډزو غږونه واورېدل شول چې دا لړۍ تر ډېره وخته روانه وه.»

لومړی یوه ډېره زوروره چاودنه وشوه او له هغې وروسته د کوچنیو چاودنو ترڅنګ د ډزو غږونه واورېدل شول چې دا لړۍ تر ډېره وخته روانه وه.
د ګوادر یو اوسېدونکی

د ګوادر ولسوالۍ ادارې او پولیسو بیا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ګبد ـ ریمدان د ۲۵۰مې سرحدي نقطې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

په اعلامیه کې د امنیتي وضعیت په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ځینې راپورونه ناسم بلل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې پر ناتایید شویو معلوماتو باور ونه کړي.

په همدې حال کې، د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (BLF) په نوم بلوڅ بېلتون‌پالې وسله‌والې ډلې د ګوادر د بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغې ډلې ادعا کړې چې په ګوادر کې یې په یو وخت پر څو ځایونو بریدونه کړي او پاکستاني امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو د پاکستان پوځ ویلي چې په دغو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

ازادۍ راډیو په خپلواک ډول د دواړو خواوو د مرګ‌ژوبلې ادعاوې نه شي تاییدولای.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان او ایران ترمنځ په سرحدي سوداګرۍ کې هم محدودیتونه لګېدلي وو.دد سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د ګبد ـ ریمدان په سرحدي سیمه کې د سوداګرۍ د محدودیتونو له امله ګڼ باروړونکي موټر ولاړ وو.

دغو سرچینو ویلي چې تېره شنبه له ایران سره ټرانزیټي سوداګري درول شوې وه، خو دوه ورځې وروسته یوازې منځنۍ اسیا او ترکیې ته د صادراتو لپاره بېرته پرانیستل شوه. د سرچینو په وینا، د چهارشنبې له ورځې د خوراکي توکو لېږدونکو موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه.

د پاکستان پوځ وايي، د ګوادر د بریدونو په غبرګون کې یې عملیات پای ته رسولي او په سیمه کې امنیتي وضعیت بېرته عادي شوی دی. خو د بریدونو د ټولو تلفاتو او اوښتو مالي زیانونو په اړه خپلواک معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG