سیمهییزو شخړو، په ځانګړې توګه د سعودي او یمن جګړې د افغانستان د هوايي حریم له لارې د ترلاسه کېدونکو عوایدو کچه زیاته کړې ده. د طالبانو حکومت وايي، روان حالت د افغانستان د هوایي حریم پر مسیر د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راوستی دی. ځینې کارپوهان وايي، طالبان لا هم له الوتکو کم فیس اخلي.
د نړۍ په نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او سیمه کې نښتو او امنیتي ګډوډیو د افغانستان د هوایي حریم له مسیر څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات کړی دی.
دا هغه څه دي، چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ازادۍ راډیو ته تایید کړل.
دې سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، زیاته کړه چې له دې سره د هوایي حریم له درکه د تر لاسه کېدونکي عاید په کچه کې هم شاوخوا پنځوس سلنه ډېروالی راغلی دی.
سرچینې وویل، چې د طالبانو د حکومت له خوا د هرې هغې ملکي سوداګریزې الوتنې، چې یواځې د افغانستان له حریم څخه له کېناستو پرته تېرېږي، ۷۰۰ ډالر فیس ټاکلی دی.
د طالبانو د حکومت د دې ادارې د چارواکي په خبره، دغه مهال د افغانستان پر هوایي حریم په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۵۵۰ الوتنې او په اوونۍ کې ۳،۸۵۰ الوتنې کېږي.
دغه عایدات په اوونۍ کې کابو ۲،۷ میلیونه ډالر، میاشت کې ۱۱ میلیونه او ۵۵۰ زره ډالر او په کال کې بیا ۱۴۰ میلیونه او ۵۲۵ زره ډالر کېږي.
خو د هوایي چلند یوه تن کارپوهـ اصف فقیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړۍ د هوایي ترافیکو د کنټرول (ATC) او هوایي چلند د قوانینو له مخې، د نښتو یا پېښو پر مهال چې د یوه هېواد له هوایي حریم څخه د الوتنو شمېر زیات شي، اړوند دولتونه کولی شي خپل هوایي حریم فیس لوړ کړي.
خو په خبره یې، دا چې د طالبانو حکومت د هېوادونو له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی، د افغانستان د هوایي حریم د عوایدو اړوند بېلابېلې ننګونې شته دی.
فقیري زیاته کړه: «په هغو حالاتو کې چې نورې فضاوې ناامنې وي، کولی شئ، دغه خاکپولي (فیس) دوه درې چنده زیات کړئ، خو دا چنه وهنه څوک وکړي، آیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي، ډیپلوماټیکې دستګاوې یا دلته د کاناډا په ماندریال او ایکه سازمان کې استازی دغه کار کولی شي؟ نه خیر، ځکه چې اوس د افغانستان د هوایي حریم پر وړاندې لسګونه ننګونې موجودې دي، ځکه د ایکه او اروپا د هوانوردۍ د بندیزونو په لېسټ کې دی او د افغانستان د هوایي حریم د امنیت ستونزه هم ده، ځکه اوس د امریکانو له خوا یې مدیریت کېږي.»
نه خیر، ځکه چې اوس د افغانستان د هوایي حریم پر وړاندې لسګونه ننګونې موجودې دياصف فقیري، د هوایي چلند کارپوه
د ځینو نړیوالو رسنیو د مختلفو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې یو شمېر هېوادونه، لکه ترکیه، عربي امارت، چین، روسیه، ایران، هند، اوزبکستان او ځینې نور د افغانستان له هوایي حریم څخه د تېرېدو لپاره د بیمې شرکتونو ته اضافي لګښتونه ځکه ورکوي، چې له روسیې پرته تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
خو د بیمې دا اضافي پیسې د هر هېواد د مسیر، بار او د الوتکې د نوعیت او اندازې له امله توپیر لري.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال ډېری اروپایي او د منځنۍ او ختیځې اسیا هېوادونه د افغانستان هوایي مسیر د بحرین، عراق، ایران او سعودي عربستان هوایي لارو پر ځای د بدیل په توګه کاروي.
دغه وزارت وایي، تر لاسه کېدونکي عواید د دولت ملي بودجې ته ټول او د مالي کال په پای کې اړمنو ادارو او وزارتونو ته پر انکشافي پروژو د لګولو لپاره وېشل کېږي.
اقتصادپوهـ اذرخش حافظي د افغانستان اوسني اقتصادي حالت کې دغه عواید د نړیوالو مرستو د یوې برخې بدیله ګټه بولي.
ده ازادۍ راډیو ته وویل: «د افغانستان اوسنی اقتصاد ریاضتي بڼه لري او پر داخلي منابعو ولاړ دی، بهرنۍ مرستې نهشته او یواځې بشري لګښتونو لپاره ملګري ملتونو یو څه پیسې راوړي او خپله یې وېشي، خو دا چې د افغانستان د هوایي تریدیور له درکه زیات شوي، دا د پراختیایي پروژو د تمویل زمینه برابروي.»
د افغانستان هوایي حریم د هېواد له مهمو ملي شتمنیو ګڼل کېږي، چې د هېواد د امنیت، حاکمیت او نړیوالو ټرانسپورټي اړیکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د دغه حریم ساتنه او مدیریت د افغانستان د ملي ګټو او نړیوالو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
له دغه حریم څخه نړیوالې الوتکې تېرېږي، خو د امنیتي ګواښونو او د هوايي ټرافیک د کنټرول د نهشتوالي له امله د ملکي الوتنو لپاره خطرونه لا هم شته.
کارپوهان ټینګار کوي، چې که دغه عواید په شفاف ډول راټول او ولګول شي، د عامه خدمتونو، ټرانسپورټي زېربناوو، روغتیا او پوهنې په تمویل کې مرسته کولی شي.
خو په خبره یې، د دغو عوایدو اغېز د واقعي اندازې، اغېزناک مدیریت او د دولت په مالي اړتیاوو پورې تړلی دی؛ یواځې دغه عواید د افغانستان اقتصادي کړکېچ نهشي حل کولی.