د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۱

د اوکراین ولسمشر: د ډیزلو په اړه د امریکا هوکړه "مخامخ د پوتین جېب ته پیسې اچوي"

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې خبرو ته لېوالتیا نه‌لري.

هغه له مسکو سره د ډیزلو د صادراتو په اړه د امریکا پر هوکړې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه روسیې ته نورې پیسې برابروي، څو د اوکراین پر ضد د جګړې لګښتونه تمویل کړي.

زلنسکي «د اکټوبر په ۱۶مه» په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې په څنډه کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکا د سپېس‌اېکس شرکت د سپوږمکۍ له لارې د مخابراتي خدمتونو چټکتیا چې د اوکراین د دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري، لا هم خپلې پخوانۍ کچې ته نه‌ده رسېدلې، خو په وروستیو ورځو کې له کمېدو وروسته بېرته د ښه کېدو په حال کې ده.

د اروپايي اتحادیې مشرانو په دې غونډه کې له زلنسکي او اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو زلنسکي او ډونالد ټرمپ ترمنځ ترینګلتیا یو ځل بیا زیاته شوې ده.

ټرمپ پر کي‌یف فشارونه زیات کړي څو له روسیې سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې هغه پراخه جګړه چې ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل کړې، پای ته ورسوي.

بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه
بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه

زلنسکي په یوه خبري غونډه کې وویل: “پوتین دا مهال په هېڅ ډول د سولې خبرې نه‌غواړي. هغه له کلماتو سره لوبې کوي.”

روسیې د بشپړ اوربند لپاره پرله‌پسې غوښتنې رد کړې دي او داسې ښکاري چې هغه محدود اوربند یې هم له پامه غورځولی چې ټرمپ‌یې د اکټوبر په ۱۱مه یادونه کړې وه.

د دغه اوربند له مخې، د انرژۍ پر زېربناوو بریدونه باید منع شي، خو روسي ځواکونه د ژمي په درشل کې لا هم د اوکراین پر ښارونو، برېښناکوټونو او نورو تأسیساتو درانه بریدونه کوي.

د ایلان ماسک د سپېس‌اېکس شرکت د سټارلېنک مخابراتي خدماتو پوځي څانګه، «سټارشیلډ» د سپوږمکۍ د اړیکو له ګډوډۍ سره مخ شوه او د روانې اوونۍ په پیل کې یې اوکراین زیانمن کړ.

سټارشیلډ د امریکا د حکومت تر څارنې لاندې ده او اوکراین‌یې د جګړې په ډګر کې د اړیکو، منځني واټن بریدونو او د بې‌‌پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره کاروي.

زلنسکي وویل، د څو شپو لپاره په دې سیستم کې سرعت «ټیټې کچې ته رسېدلي و او کله چې داسې وشول، موږ ونه‌شو کولای هغه شاهد ډوله بې‌پیلوټه الوتکې چې په جېټ انجن چلېږي نسکورې کړو».

سټارلېنک خدمتونه چې د اوکرایني پوځیانو له لوري کارول کېږي.
سټارلېنک خدمتونه چې د اوکرایني پوځیانو له لوري کارول کېږي.

زلنسکي دغه وضعیت «ډېر دردناک او ډېر ناوړه» وباله.

د روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره، د اوکراین په پلازمېنه کي‌یف او نورو سیمو کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

زلنسکي زیاته کړه: “ایا سرعت په بشپړ ډول هغې کچې ته بېرته رسېدلی چې پخوا و؟ نه. ایا اوس بېرته د ښه کېدو په حال کې دی؟ هو.”

د سپوږمکۍ له لارې د مخابراتي خدمتونو ستونزې په اوکراین کې اندېښنې لا زیاتې کړې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې ټرمپ د اکټوبر په ۹مه وویل، له پوتین سره‌یې په ټیلیفوني خبرو کې پر داسې هوکړې تفاهم کړی چې له مخې به‌یې د روسیې ډیزل د امریکا په ګډون نړیوالو بازارونو ته صادر شي.

په امریکا کې د سونګ ‌توکو د بیو لوړېدل، د کانګرس د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره پر یوه مهمه ننګونه بدل شوي دي.

دغه ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي.

زلنسکي په خبري غونډه کې وویل: “د ډیزلو د هوکړې له لارې به یو ځل بیا روسیې ته نغدې پیسې ورسېږي.”

اروپايي چارواکو سره د زلنسکي خبري غونډه
اروپايي چارواکو سره د زلنسکي خبري غونډه

هغه زیاته کړه: “دا به هېڅکله پر نړیوالو بازارونو د هرمز تنګي د اغېزو د جبران لپاره کافي نه‌وي، خو د پوتین جېب ته به مستقیمې نورې پیسې واچوي، څو د دې جګړې لګښتونه پرې تمویل کړي.”

ټرمپ څو ځله له کي‌یف غوښتي چې د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خانو بریدونه ودروي. هغه د ډیزلو د بیو لوړېدل د دغو بریدونو پایله بللې، نه په منځني ختیځ کې د انرژۍ د عرضې کمښت چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې له امله چې د روان کال په فبرورۍ کې پیل شوې، رامنځته شوی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG