دا مېرمن چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د پولیسې په توګه دنده ترسره کړې، وایي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې نه یوازې د خپلې پخوانۍ دندې بلکې د ښځې په توګه هلته د لګول شویو محدودیتو تر سیوري لاندې ژوند ورته ستونزمن دی. «له افغانستانه بهر (ایران) کې له مختلفو ستونزو سره مخ یم، د استوګنې او اسنادو له ستونزو نیولې، د کډوالۍ او له کورنۍ څخه د لرې کیدو له امله د رامنځته شويو رواني فشارونو، تر مالي او کاري ننګونو.»
له افغانستانه بهر (ایران) کې له مختلفو ستونزو سره مخ یم، د استوګنې او اسنادو له ستونزو نیولې، د کډوالۍ او له کورنۍ څخه د لرې کیدو له امله د رامنځته شويو رواني فشارونو، تر مالي او کاري ننګونو.پخوانۍ افغانه پولیسه، چې اوس په ایران کې ژوند کوي
دې ۲۸ کلنې افغانې پخوانۍ پولیسې ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له کورنۍ سره ایران کې په داسې شرایطو کې په پټه ژوند کوي چې په خبره یې، ورځ بلې ته پر وړاندې د جبرې ایستلو تر څنګ امنیتي ګواښونو زیاتېږي.
دې چې نه غوښتل د امنیتي اندېښنو له امله راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «دنده مې پولیسه او په جنایي برخه کې مې کار کاوه، د لومړۍ څارنې رتبه مې درلوده، د هېواد د پرېښودو پرېکړه راته اسانه نه وه خو د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان له سقوط وروسته د ښځو، امنیتي ځواکونو، مدني فعالینو او د دولت د کارکوونکو پراخې ځپنې هلته د ژوند دوام نور راته ناشونی کړ، له هېواده د وتلو اصلي دلایل مې مستقیم امنیتي ګواښونه، د نیول کېدو یا تاوتریخوالي خطر او له کار او ازادیو د ښځو محرومیت وو.»
دې ازادي راډیو ته وویل، چې په ایران کې د پاتې کېدو ناڅرګند برخلیک او افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېرې یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
دا زیاتوي چې ډېری وخت د همدې وېرې له امله حتی د یو وخت خوړو موندل ورته سخت وي او په خبره یې افغانستان کې کورنۍ یې هم د خپلو سختونو اقتصادي ننګونو له امله ورسره مرسته نه شي کولای.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولري، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالمتین قانع د دغې پخوانۍ پولیسې د اندېښنو اړوند د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
ښاغلي قانع تر دې وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې دوی د خپل مشر د اعلان کړې عمومي عفوې پلې کولو ته ژمن دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په ګډون د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو تر کنټرول لاندې د سلګونو پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو، بندي کېدو او شکنجو راپورونه خپاره کړي دي، هغه څه چې طالبانو رد او رامنځته شوې پېښې یې «شخصي دښمنۍ» بللي دي.
ایران کې بې برخیلکه دا پخوانۍ پولیسه وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې چې هر هېواد څخه د پناه غوښتنه کړې، تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه وایي «هر هېواد ته مې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک واستوه، رد ځواب مې تر لاسه کړ، وایي تا باید هماغه هېواد سره کار کړی وي، فعلاً له نا څرګند راتلونکي، بې برخلیکه وضعیت او د جبري ډیپورت له وېرې سره مخ یم.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۲۶ میلیونه افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي.
د دغې ادارې په ټکو، د روان کال په جون کې د افغانانو د ستنېدو بهیر په بېساري ډول چټک شو او یوازې د جون تر ۲۸مې له ۶۴۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه په زوره ایستل شوي دي.
تر دې وړاندې د (UNHCR) په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او د بښڼې نړیوال سازمان په واو وار ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال باید د هر کس وضعیت وارزول شي او هېڅ څوک داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې له جدي خطر سره مخ وي.
د دې افغانې پخوانۍ پولیسې قضیه یو ځل بیا د هغو ښځو ستونزې راڅرګندوي چې د خپل پخواني مسلک له امله له ناامنۍ وېره لري او په کوربه هېواد کې هم د خوندي راتلونکي ډاډ نه لري. د هغې برخلیک د کډوالو د خوندیتوب او هغو کسانو د وضعیت په اړه د جدي پاملرنې اړتیا په ګوته کوي چې بېرته ستنېدل ورته خطرناکه ښکاري.