د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کورنۍ ځینې غړي وایي، نوموړی له تېرو اتو میاشتو راهیسې په مالیزیا کې دی او په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د ستنېدو اراده نهلري.
د ښاغلي حکمتیار زوی حبیبالرحمن حکمتیار له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې که څه هم پلار یې د درملنې لپاره له هېواد څخه وتلی و، خو په خبره یې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې او شکایت لري.
هغه وویل، چې پلار یې په هېواد دننه د دغه ګوند د هر ډول سیاسي فعالیت، له غړو سره یې د پراخو ناستو او آن په خبره یې د عمومي مسایلو اړوند د نظر له څرګندونو راګرځول شوی دی.
ده وړاندې زیاته کړه: «دغه محدودیتونه یواځې حکمتیار صاحب باندې نه، بلکې پر نورو شخصیتونو هم لګېدلي، د فعالیت، ناستې او لیدنې اجازه چا ته نه ورکول کېده، بندیزونه بېحده زیات وو، کله کله به یې مېلمانه په یو ډول په تکلیفول، یا یې د هغوی داسې سپکاوی کاوه، چې بل ځل ملاقات ته ورنهشي یا به یې لمر کې درول او کله به یې تلاشي په سمه طریقه نهکوله، همدارنګه ولایتونو او ولسوالیو کې چې پوهـ شي، دوی د ګوند مربوط دي، حتی د یو ځای کېناستو او خبرو اجازه هم نه ورکوي.»
دی وایي چې پلار یې مالیزیا ته د خپلې درملنې لپاره د تګ لپاره ۷ میاشتې د طالبانو د حکومت اجازې ته په تمه و، چې وروسته یې ناروغي پسې سخته شوې هم وه.
ګلبدین حکمتیار ته نږدې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د هغه د مالیزیا په وېزه کې تر یوې میاشت وخت پاتې دی.
سرچینه زیاتوي، چې شونې ده ګلبدین حکمتیار یوه ګاونډي هېواد ته ولاړ شي.
خو د هغه زوی حبیبالرحمن حکمتیار په دې اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار شاوخوا پینځه ورځې وړاندې د دغه ګوند له غړو سره په یوه انلاین ناسته کې د طالبانو حکومت پر روانو پالیسو سختې نیوکې وکړې.
هغه وویل چې بدلون حتمي او نږدې دی. دا هغه مسایل دي، چې زوی یې
زموږ طرحه دا ده چې لومړی خو باید یو اساسي قانون ولروحبیبالرحمن حکمتیار
حبیبالرحمن حکمتیار هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پرې ټینګار وکړ: «د دې لپاره چې د بحران او کورنۍ جګړو خوا ته وضعیت ولاړ نهشي، زموږ طرحه دا ده چې لومړی خو باید یو اساسي قانون ولرو، موږ د افغانستان د ستونزو د حل لاره دا ګڼو، چې یوه جرګه یا یوه منتخبه شورا رامنځ ته شي او همدا منتخبه شورا دې د افغانستان پر ټولو مسایلو بحث وکړي، که هغه اساسي قانون وي، که انتخابات او د انتخاباتو کمیسیون وي، که بهرنی او کورنی سیاست وي، سوله څنګه وي او جګړه له چا سره وي او د احزابو رول څه وي، منتخبه شورا یا خلک دې پرېکړه وکړي.»
ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د زوی د څرګندونو اړوند د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاند یې ذبیحالله مجاهد د دغه راپور د خپرېدو تر وخته په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د طالبانو د حکومت د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر نورالله نوري درې ورځې وړاندې د طالبانو له مخالفینو سره خبرې اترې رد کړې او ویې ویل، چې د دغه ډول خبرو د پیل اړتیا نهشته.
طالبانو تر دې وړاندې د سیاسي ګوندونو فعالیت ناقانونه اعلان کړی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د ۱۹۷۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې جوړ شو.
دغه ګوند په ۱۹۷۹ز کال کې پر افغانستان د شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته د هغوی پر وړاندې د جنګیالیو مجاهدینو په یوه عمده ډل بدل شو.
وروسته په ۱۹۸۹ز کال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، د کابل د کنټرول لپاره په پیل شوې خونړۍ کورنۍ جګړه کې یوه تر ټولو مخکښه ډله وه. د بشري حقونو بنسټونه هغه په ۱۹۹۰مه زېږدیزه لسیزه کې د کابل پر استوګنیزو سیمو د توغندیزو بریدونو او د خلکو د جبري ورکولو او په پټو زندانونو کې د شکنجې په عامو پېښو تورن بولي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۰۳ز کال کې نوموړی د یوه ترهګر په توګه په خپل «تور لېسټ»کې شامل کړ. خو وروسته ملګرو ملتونو په ۲۰۱۷ز کال نوموړی له یاد لېسټ څخه وویست او حکمتیار د افغانستان د تېر جمهوري نظام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې تړون لاسلیک او په دې توګه یې کابل ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره شوه.
خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي، له ډلې يې محمد اسحق اتمر وایي، چې د طالبانو حکومت د ګوندونو پر فعالیت او د داسې کسانو پر څرګندونو د بندیزو پر ځای، چې په خبره یې په ټولنه کې پراخ نفوذ لري، باید د خلکو د منلو وړ او قانوني حکومت رامنځ ته کړي.
ښاغلي اتمر ازادۍ راډیو ته وویل: «زه فکر کوم چې که دوی (طالبان) دې حالت ته دوام ورکړي، د دوی او د خلکو تر منځ دا اوسنی واټن به لا زیات شي، دوی باید داسې مشروع نظام رامنځ ته کړي چې د خلکو د منلو وړ وي، په قانون استوار وي او د خلکو غږ او ستونزې ووارېدلی شي.»
کابو یوه میاشت مخکې د افغانستان د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو، چې اوس جلاوطنه دي، هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او د حکومت د بدلون ټینګار یې وکړ.
لوېدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت روانې پالیسې د خلکو د سیاسي ګډون، د بیان ازادۍ او مدني فعالیتونو د حق نقضکونکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی، چې باید یو ټولګډونه حکومت جوړ شي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه د خپل دریځ د بدلولو کومه نښه نهده ښودلې.