د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مه کلیزه؛ د امنیت په اړه اندیښنې لا هم پر ځای دي

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه د امریکا پوځ هغه الوتکه چې پر افغانستان‌یې بمباري پیل کړه.
د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه د امریکا پوځ هغه الوتکه چې پر افغانستان‌یې بمباري پیل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات او نړیواله ټولنه غواړي داسې افغانستان وویني چې هېڅکله بیا د ترهګرو پناه‌ځای نه‌شي، خپلې نړیوالې ژمنې ترسره کړي او د سیمې په ثبات کې ونډه واخلي.

د دغه وزارت مطبوعاتي څانګې دا څرګندونې ازادي راډیو ته، پر افغانستان د امریکا د بریدونو د پيل د ۲۵مې کالیزې په مناسبت یوه برېښنالیک کې کړې دي.

یاد وزارت د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو نیوکه کړې او څرګنده کړې یې ده چې دوی نه‌غواړي د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

طالبان نه‌غواړي د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وړاندې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د دوحې په تړون کې یې د ترهګرۍ ضد ژمنې نه‌دي عملي کړي او ترهګرو ډلو ته‌یې اجازه ورکړې چې افغانستان د خپلو بریدونو لپاره د اډې په توګه وکاروي.

طالبانو که څه هم د امریکا د دغو تورونو په اړه تازه تبصره نه‌ده کړې، خو مخکې یې ویلي چې د دوحې له تړون څخه دواړو لورو سرغړونې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون

له نن ۲۵ کاله پخوا، امریکا د سپټمبر له ترورېستي بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان د بریدونو پیل کې په کابل او خوست کې د القاعده شبکې ځایونه او د طالبانو پوځي او امنیتي تأسیسات په نښه کړل.

مولوي محمد قاسم حلیمي چې هغه مهال د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکی و، ازادي راډیو ته وویل چې وارد دمخه‌یې د بریدونو د وخت په هکله له پاکستاني چارواکو خبر ترلاسه کړی و، خو طالب مشرانو باور نه‌درلوده چې امریکا به بریدونه وکړي.

طالب مشرانو باور نه‌درلوده چې امریکا به بریدونه وکړي.
مولوي محمد قاسم حلیمي

هغه وايي د امریکا له لوري په کابل باندې د کروز توغندیو برید پلازمېنه کې وېره او ترهه خپره کړه: "دا کروز چې راته داسې نه‌و لکه نور راکټونه چې ولګېږي بیا لمبه وکړي، دا کروز چې راته په هوا کې یې ډېر بدغرهار کاوه او رڼا یې کوله او دا چې لګېده لکه زلزله چې وسي منطقه‌یې ټوله خوځوله، موږ چې په شهرنو کې په کوم کور کې وو شیشې یې ماتې شوې."

پر کابل له دغو بریدونو وروسته، امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د ترورېزم ضد جګړه پیل کړه چې په نتیجه کې یې د طالبانو د هغه مهال واکمني نسکوره او د امریکا او د متحدینو پوځي حضور په افغانستان کې ۲۰ کاله دوام وکړ.

د امریکا د ملي ارشیف په یادداشتونو کې راغلي دي چې هغه مهال د امریکا استخبارات د سپټمبر له ترورېستي بریدونو وروسته سملاسي دې نتیجې ته ورسېدل چې هغو الوتکو تښتونکو چې دغه بریدونه‌یې ترسره کړي وو، د القاعده شبکې د پلان په ترڅ کې روزنه ترلاسه کړې وه.

د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونه
د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونه

د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونه د ۱۹ الوتکو تښتوونکو بریدګرو له‌خوا چې ۱۵ تنه‌یې د سعودي عربستان اتباع وو، ترسره شول.

د دغو بریدونو په نتیجه کې، په نیویارک، پنسلوانیا او واشنګټن کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

هغه مهال د القاعده مشر اسامه بن لادن او د دغې شبکې نور مشران په افغانستان کې اوسېدل.

امریکا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې نوموړی وسپاري، خو هغوی دا غوښتنه رد کړه او په نتیجه کې یې جګړه رامنځته شوه.

د امریکا او متحدینو ځواکونه د دوحې د تړون په اساس چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو له افغانستان ووتل او وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ طالبان بېرته واک ته ستانه شول.

تېره ۲۰ کلنه جګړه کې ۲،۴۴۸ امریکایي پوځیان ووژل شول
د اسوشیټډ پرېس راپور

د اسوشیټډ پرېس اژانس د راپور له مخې، په دې جګړه کې ۲،۴۴۸ امریکایي پوځیان ووژل شول، د افغانستان د حکومت ۶۶ زره پولیسو او عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې تقریباً ۲۰ کلونو کې د طالبانو د وسله‌والو تلفات ۵۱،۱۹۱ ته رسېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG