انټرفاکس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راپور ورکړ چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو له کبله ګډونوالو ونهشو کولای چې د پای اعلامیه تصویب کړي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ وروستي زیاتوالي ته د اشارې ترڅنګ اسلاماباد ته د خبرو وړاندیز وکړ، خو دا یې هم وویل چې پاکستان د تفاهم په ځای یوازې پوځي ژبه کاروي.
امیرخان متقي وویل چې دوی نهغواړي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د متقابلو تورونو او تبلیغاتو ډګر شي: "زموږ اساسي باور دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې که امنیتي وي که سیاسي وي او که اقتصادي وي د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. افغانستان نهغواړي دا موضوع د متقابلو تورونو او تبلیغاتو په میدان بدله شي، زموږ هدف د ستونزې حل دی نه د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول."
امیرخان متقي، هلمند، کونړ، پکتیکا او نورو ولایتونو باندې د پاکستان وروستیو بریدونو او نورستان کې نښتو ته اشاره وکړه او ویېویل چې پاکستان په افغانستان باندې بریدونو کې روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه په نښه کړي دي.
خو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي غونډې ته په وینا کې په افغانستان باندې د خپل هېواد د هوايي بریدونو څخه دفاع وکړه.
محمد صادق خان وویل چې د پاکستان لهخوا د ترورېزم ضد، دقیق او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات د هغو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي چې په ټکو یې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت تأیید کړې چې په هلمند او کونړ باندې د پاکستان لهخوا د میزان د نهمې په بریدونو کې لږترلږه ۱۰ کسه ولسي وګړي وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان شوي دي چې په مړو او ټپیانو کې اکثر ماشومان دي.
پاکستان له مودو راهیسې تور لګوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په شمول هغو وسلهوالو مخالفینو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې په استفاده پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايی چې پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نهاچوي.
صادق خان وویل چې په تېرو درې کلونو کې پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې څه د پاسه ۴۷۰۰ بېګناه کسان وژل شوي دي.
بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) ویلي په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه د پولې له هغې غاړې بریدونو او نښتو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل د مسکو د فارمټ د اتمې مشورتي غونډې ګډونوالو د مشورو د دوام غوښتنه وکړه.
مسکو د غونډې په درشل کې ویلي و چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د جوړجاړي لپاره هڅه کوي.
د مسکو د فارمټ په دې غونډه کې د کوربه هېواد روسیې، افغانستان او پاکستان ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، تاجکستان او ازبیکستان استازو برخه واخیسته.