د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره د اکتوبر په پنځمه د دوشنبې په ورځ په داسې یو وخت کې جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې سړې او کړکېچنې دي.
روسي چارواکي وايي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رامنځته شویو کړکېچونو د هواري لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل د یکشنبې په ورځ پرته له دې چې له پاکستان سره کړکېچونو ته اشاره وکړي تایید کړه چې ښاغلی متقي به د افغانستان د اوسني وضعیت او سیمې په اړه خبرې وکړي.
«د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر به د رسمي غړي په توګه په دغه فارمټ کې ګډون ترسره کوي او هلته به د افغانستان او سیمې په تړاو به وینا هم ولري. تمه ده چې په دغه فارمټ کې به د افغانستان د اوسني وضعیت او په افغانستان کې د رامنځته شویو فرصتونو په تړاو بحثونه ترسره کېږي او دغه راز به د افغانستان او سیمې د اړیکو تر منځ په هغو موضوعاتو باندې چې ښکېلتیا رامنځته کېدلای شي په دغو مواردو به بحثونه ترسره کېږي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي بیان کې بیا راغلي چې د افغانستان، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان استازي د روسیې په کوربه توب دې ناسته کې ګډون کوي.
د بیان په اساس تمه ده د سیمې د هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړېکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو باندې بحثونه وشي.
تاس اژانس بیا د افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازي ضمیر کابلوف په حواله لیکلي چې : « د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په مشورتي ناسته کې د اکتوبر په پنځمه به له پاکستان سره په کړکېچ بحث وشي»
موږ به خوشاله شو چې د مسکو فارمټ له لارې له دواړو ښکېلو خواو (پاکستان او افغانستان) سره مرسته وکړو چې یوه مناسب جوړجاړي ته ورسیږيد افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازی ضمیر کابلوف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی محمدصادق او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر په دې ناسته کې ګډون کوي.
سره له دې چې پاکستان یو لوړپوړی ډپلوماټیک پلاوی دې ناستې ته ورلیږي او ظاهراً لږ تر لږه د روسیې له خوا تایید شوې چې له افغانستان سره د رامنځته شوي کړکېچ د هواري بحث کوي خو د پاکستان پوځ بیا بل څه وايي.
د پاکستان د پوځ د لوی درستیز مارشال عاصم منیر په مشرۍ یوې غونډه کې : «د ځان د دفاع لپاره د پاکستان پر حق او له افغانستان څخه د ترهګرۍ د خطر د له منځه وړلو لپاره د بریدونو په دوام» ټینګار شوی.
د پاکستان په خبره دا بریدونه د افغانستان په خاوره کې دننه د هغو وسله والو او ترهګرو ډلو د هدف ګرځولو لپاره کېږي چې په پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی چې پاکستاني پوځیان یواځې افغان ملکیان او هستوګنې سیمې هدف ګرځوي او دوی به یې هم مناسب ځواب ورکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وروستی وار د اکتوبر په لومړۍ تېره پنجشنبه په کونړ او هلمند کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ۱۰ ملکیانو مړینه او د ۹ نورو ټپيانیدل تایید کړل.
په افغانستان کې تر دغو بریدونو لږ مخکې د پاکستان په څو سیمو له هغې ډلې لومړی کوهاټ او بیا وروسته ډېره اسماعیل خان کې خونړي بریدونه وشول چې ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.